تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان له اقتصاد سر مالي مرسته کوي
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره 'یو این ډي پي ' مسوولین وايي، په افغانستان کې به د کوچنیو کاروبارونو او ځايي اقتصادي چارو فعال ساتلو لپاره پیسې ورکړي.
د ۱۲ لومړنیو میاشتو لپاره د ملګرو ملتونو د دې پروګرام بودیجه تر نژدې ۶۶۷ میلیونه ډالرو پورې ده او نژدې څلور نیم میلیونه کسانو ته به ورسېږي.
ملګرو ملتونو وار له مخه خبرداری ورکړی، چې ښايي سږ کال د افغانستان اقتصاد ۳۰ سلنه کوچنی شي، چې د بشري ناورین او کډوالۍ کړکېچ ورسره رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کاني ویګنراجا بي بي سي ته په دې هکله وویل:
''کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې موږ اټکل کړی و، چې نژدې ۵۰ سلنه افغانان د بیوزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي، د راتلونکي کال په لومړیو کې به دا کچه ۹۷ سلنې ته ورسېږي. موږ په نړیواله کچه په هېڅ یوه هېواد کې د بیوزلۍ دا کچه په دا وروستیو کې نه ده لیدلې. ''
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر اخیم اشتاینر د چهار شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:
''موږ باید لاس پر کار شو. موږ باید د خلکو اقتصاد ثبت کړو او د خلکو ژوند ژغورلو تر څنګ باید د خلکو کار او روزګار هم وژغورو. ''
د نوموړي په وینا هیله یې دا ده، چې افغانان به د ځايي کاروبارونو فعال ساتلو له لارې وکولای شي، له ''ناهیلۍ، فقر او بې سر پناه کېدو پرته ژوند وکړي. ''
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له بېلا بېلو لارو له هغو کاروبارونو سره مرسته کوي، چې ''ولسي اقتصاد '' بلل کېږي.
د دې پروګرام له مخې عمومي پروژو کې د کار مقابل کې نغدې پیسې ورکول کېږي، له کوچنیو کاروبارونو سره د فعالیت روان ساتلو لړ کې یا د نویو کوچنیو کاروبارونو پیلولو لپاره مالي مرستې کېږي، یا هم له زیانمنونکو او یا هم د پاخه عمر کسانو ته مالي مرستې ورکول کېږي.
د افغانستان بازارونو فعال ساتلو هڅه
په لومړي سر کې د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره دا پروګرام په پام کې نیول شوی دی.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، د افغانستان اقتصادي وضعیت لا کمزوری شوی دی.
د اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوې، بانکونه نه شي کولای د خلکو سپمول شوې پیسې ورکړي، دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي او ډېری لوی او کوچني کاروبارونه په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلي دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د مرستو نشتوالي په صورت کې به میلیونونه افغانان و نه شي کولای سږ کال ژمی او راتلونکی کال خپل کور - کلي کې پاتې شي.
مسوولین د بازارونو فعال ساتل او له کوچنیو کاروبارونو سره د فعالیت لړ کې مالي مرسته د دې مرستو یو هدف بولي.
که څه هم دا طرح ډېر تمویلونکي نه لري، خو جرمني له لومړنیو مرستندویانو دی چې دې لړ کې ۵۰ میلیونه یورو '۵۸ میلیون ډالر 'مرسته کوي.
په پام کې ده دا مرستې به د افغانستان اقتصاد 'ډالري کولو ' پر ځای د نغدو افغانیو په بڼه ورکول کېږي.
اشتاینر وايي، خورا لږ کورنۍ پیسې لاس په لاس کېږي او دا د افغانستان لپاره لویه اقتصادي ستونزه ده.
نوموړی وايي:
''زموږ هدف دا دی چې داسې لارې چارې ولټول شي چې نړیوال مالي ملاتړ په ځايي پیسو بدل کړو. له دې لارې کېدای شي یو اقتصاد ژوندی وساتل شي او پر مالي مرستو د خلکو تکیې مخه نیول کېدای شي. ''