انقره کې د طالبانو او ترکي چارواکو ناسته؛ پر ټولشموله حکومت، د نجونو زدکړو، کډوالۍ او هوایي چلن خبرې وشوې

له پلان سره سم به د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدو وروسته د پلاویو تر منځ هم خبرې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پلان سره سم به د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدو وروسته د پلاویو تر منځ هم خبرې کېږي.

له دوحې وروسته د طالبانو د حکومت پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي کوي انقرې رسېدلی او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره یې لیدلي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو موضوع د یوې مهمې موضوع په توګه وړاندې کړې او طالب پلاوي د دوی په رسمیت پيژندل د یوې مهمې غوښتې په توګه مطرحه کړې ده.

له غونډې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو خبریالانو ته وویل چې د دوی له نظره د طالبانو له ادارې سره تعامل مهم دی، خو د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندل او ور سره تعامل دوه جلا مسلې دي.

ښاغلي اوغلو وویل:

'' موږ نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له اوسنۍ ادارې سره د تعامل ارزښت په ګوته کړی. واقعیت دادی چې ټوله نړیواله ټولنه دا نظر تاییدوي. په رسمیت پيژندل او تعامل دوه بیلابیلې مسلې دي. ''

کابل ته د ترکي هوایي چلن پر الوتنو خبرې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، د نورو موضوعاتو تر څنګ له ترکیې افغانستان ته د ترکیې هوايي شرکتونو د الوتنو پر پیلولو هم خبرې شوې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ترکیې الوتنو په هکله داسې مهال خبرې کېږي چې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې افغان طالبانو یې په چارو کې لاسوهنه کوي، او دوی له همدې کبله د اسلام اباد او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې بندوي.

افغان طالبانو تر دې دمه د (پي ای اې) دې ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو همدا نن پنجشنبه یې له یاد شرکت غوښتي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړي.

دا ناندرۍ داسې مهال راپورته کېږي‌ چې له (پي ای اې) او کام ایئر شرکتونو پرته افغانستان کې د نورو خصوصي او نړیوالو شرکتونو فعالیتونه بند شوي یا کم شوي‌ دي.

د نرمښت غوښتنه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، چې بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګولو مسله کې هم باید نرمي وشي چې لږ تر لږه د دولتي کارکوونکو میاشتني معاشونه ورکړل شي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر وايي:

''د افغانستان اقتصاد باید و نه نړیږي. له همدې امله موږ نورو هېوادونو ته ویلي چې بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګلولو مسله کې باید نرمي وشي چې معاشونه ورکړل شي. ''

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو داسې ښکاري چې د طالبانو اداره لا اوږده لار په مخکې لري چې نړۍ واله ټولنه یې په رسمیت وپیژني.

افغانستان ته د ترکیې الوتنو په هکله داسې مهال خبرې کېږي چې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې بندوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان ته د ترکیې الوتنو په هکله داسې مهال خبرې کېږي چې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې بندوي.

چاووش اوغلو وویل چې یو ځل بیا یې طالبانو وهڅول چې ټول ګډونه اداره رامنځته کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته پام وکړي:

''ترکیې طالبان هڅولي چې د افغانستان د یووالي لپاره باید نور ورګډ کړي ، موږ نن یو ځل بیا وویل چې دوی باید د خپل هېواد د یو موټيوالي لپاره ټولو ته غیږه خلاصه کړي. ''

ترکیه د ناټو یوازیني اسلامي غړی هېواد چې افغانستان ته یې هم ځواکونه استولي وو. دغه راز ترکیه افغانستان کې فعال سفارت لري. که څه ترکیې د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلې خو په افغانستان کې یې سفیر له طالب چارواکو سره لیده کاته کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له طالب استازو سره یې د کډوالو مسله هم یاده کړې او ژمنه شوې چې هغه کسان چې بیرته افغانستان ستنیدل غواړي ورسره مرسته وشي.

ترکیه د کډوالو له اړخه لویه اندېښنه لري، ویره ده چې که افغانستان کې وضعیت ښه نه شي نو ښايي د کډوالۍ یوه بله څپه پيل شي.

همدا اوس ګڼ شمیر افغانان ترکیه کې دي او اروپايي هېوادونو ته تګ تکل لري.