متقي: ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړو؛ د افغانستان ثبات کې د ټولو ګټه ده

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي د قطر پلازمېنه دوحه کې د شخړو او بشري څېړنو مرکز کې یوه کنفرانس ته وویل له ګاونډیو هېوادونو یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې ګواکې د دوئ له نظام سره به ښې اړیکې ولري، هغه له تاجکستان سره وروستۍ ناندرۍ د ځينو رسنیو کار وباله.

نوموړي وويل، "د ګاونډيو هېوادونو هم په دې کې ګټه ده چې په افغانستان کې ثبات وي او زموږ هم په کې ګټه ده چې له ګاونډيو سره مو ښې اړيکي وي. څه وخت مخکې مطبوعاتو د تاجکستان په برخه کې څه منفي خبرې راپورته کړې. موږ تراوسه له تاجکستان سره په کومه لانجه نه يو اوښتي، کوښښ مو دی چې ښې اړيکي ورسره ولرو".

امیرخان متقي وویل د دوی تر ټولو مهمه امنیتي دنده دا وه چې داعش وځپي او داسې ښکاري چې ۹۸ په سلو کې یې ځالې ورکې شوې دي.

د کنفرانس ګډونوالو د هزاره لږکیو پر کړونې او د طالبانو پر توندلارۍ هم پوښتنې درلودې.

په دې اړه ښاغلي متقي وويل، "نه طالبان داعشي فکر لري او نه هم اهل تشيع د افغانستان امهات المومنين رض او نه هم صحابه کرامو ته په بد نظر ګوري. ټولو ته احترام لري، نو موږ مشکلات نه لرو".

ښاغلي متقي وویل" سره له دې چې حکومتولي یې نوې ده پنځه سوه زره دولتي مامورین بېرته دندو ته ستانه شوي دي.

خو دندو ته د ښځینه مامورینو د ستنېدو د پوښتنې په ځواب کې نومړي وويل:

"په تېر حکومت کې چې څومره نارينه وو او ښځينه وو کار کاوه يوه هم له دندې نه ده ګوښه شوې. له نېکمرغه زموږ حکومت په دې وتوانېد چې هغوی ته يې د معاشونه ورکړه پيل کړه او حتی د هغو وخت معاش يې هم ورکړ چې اشرف غني په کابل حاکم و هغه نه وو ورکړی. موږ د هغو مياشتو معاشات هم نيمو وزارتو ته اجرا کړي او د پاتې نيمو وزارتو اجرا دوام لري چې عوايد راځي د دوی معاشات به پرې اجرا کېږي".

له ډېرو پوښتونکو سره د افغانستان د مېرمنو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې وې، ان کوربه وویل دا په هېڅ هیواد کې نه دي شوي چې د نویو تګلارو لپاره دې ښوونځي وتړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل اویا په سلو کې ښونځي پرانستل شوي او دا چې د کورونا له امله ښونځي د دوئ له راتګ وړاندې تړل شوي وو.

خو د ښځو د کار او زده کړو لپاره راتلونکی پلان څه دی د یوې عربي زده کونکې پوښتنه وه، چې ښاغلي متقي يې په ځواب کې وویل هرڅه به د خپلو خلکو له غوښتنو سره سم ترسره کوي.

په ټوله کې طالب وزیر هڅه کوله چې ووايي طالبان له نړۍ سره د ملګرۍ او دوستانه اړیکو یوه نوي څپرکي ته تیار دي او د کوربه هېواد قطر له دریځه ان خپلو مخکنیو غلیمانو امریکا او نورو لوېدیځوالو ته د اړیکو د عادي کولو وړاندیز يې کاوه.

تر دې وړاندې امیر خان متقي امریکا ته خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې دې د دوی د حکومت د کمزوري کولو هڅه نه کوي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبان وايي امریکا ورسره منلې چې افغانستان سره به بشري مرستې کوي خو د هغوی د حکومت له رسمیت پېژندنې یې انکار کړی دی.

امریکا په دې تړاو خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د کړنو له مخې به د هغوی په اړه قضاوت کوي.