تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې "خبريال سيد معروف سادات وسله وال بريد کې وژل شوی"
راپورونه وايي د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې يو خبريال په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
افغانستان کې د ازادو خبريالانو ټولنه وايي خبريال او ليکوال سيد معروف سادات شنبې ماښام هغه مهال ووژل شو چې موټر يې د ناڅرګندو وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغی.
د نوموړي کورنۍ وايي هغه یوې میلمستیا ته پر لاره و چې بريد پرې وشو او وايي دغه برید کې د ښاغلي معروف د کورنۍ د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه نور هم وژل شوي او دوه کسان ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې طالب چارواکو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دی، د طالبانو استخباراتي اداره وايي د بريدګرو په لټه کې دي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسوليت نه دی منلی. خو په ننګرهار ولايت کې د وروستيو بريدونو مسووليت د داعش خراسان څانګې منلی دی.
داعش ډلې له دې مخکې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې د هغه خونړي برید مسوولیت هم منلی و، چې تر ۱۷۰ پورې ملکی خلک او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې ووژل شول. امريکا بيا اعلان وکړ چې د دغه بريد طراح يې په ډرون بريد کې وواژه.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې او د ژورنالستانو دفاع کمېټې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د سيد معروف سادات وژل غندلي دي او له طالبانو يې غوښټي چې د دغه بريد عاملين پيدا کړي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې او د ژورنالستانو د فاع کمېټې د اعلاميې له مخې ښاغلي سادات له "دوو لسيزو راهيسې د صبح بخير افغانستان، ځينو اېف اېم راډيوګانو او نړيوالو اژانسونو تر څنګ د کليو بيارغونې رياست د مطبوعاتي مسول په توګه کار کړی دی".
دغه خبريال په داسې حال کې وژل شوی چې تېره ورځ د بشري حقونو څار سازمان ويلي وو چې طالبانو په افغانستان کې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دی.
د دې سازمان په یوه اعلامیه کې د یاد سازمان لپاره د اسیا اړوند مشرې پیټریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي:
''د طالبانو له هغو ژمنو سره سره چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، د دوی نوي اصول په هېواد کې د رسنیو ازداي مخه ډب کوي. ''
اغلې ګوسمن زیاته کړې ''د طالبانو مقررات دومره پراخ دي چې خبریالان د زنداني کېدو له ډاره ځان پخپله سانسوروي. ''
خو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي په دې هکله بي بي سي ته وویل، 'دا رپوټونه په کلکه ردوي '' او په وینا یې ''په هېواد کې د بیان ازادي په بشپړه توګه تامین ده، رسنۍ په ټول هېواد کې په ازادانه توګه فعالیت کوي، ''یوازې د ملي ګټو خوندیتوب او د تعصب مخنیوي لپاره اسلامي امارت د یو کوچنی طرز العمل له مخې رسنیو ته ځینې مسایل په ګوته کړي چې باید احتیاط ورسره وشي. ''