تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل څرخي پل زندان کې څه تېرېږي؟
تېره میاشت پر افغان پلازمېنه کابل له ولکې وروسته طالبانو د ښار په ختیځه برخه کې له څرخي پله زندانه زرګونه بندیان ازاد کړل.
طالبانو له دې مخکې د بېلا بېلو ولایتونو له مرکزونو نیولو وروسته هم له زندانونو خپل بندیان ملګري خوشي کړي وو.
د فرانسې اې ایف پي په رپوټ کې په ځانګړې توګه له څرخي پله زندانه د بندیانو له خوشي کېدو وروسته سترګو لیدلی حال راغلی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د زندان هغه ودانۍ چې یو وخت پکې نژدې ۱۵۰۰۰ بندیان ساتل شوي وو، اوس تشه پرته ده.
د رپوټ له مخې د ودانۍ په یوه برخه کې اوس هم هغه کالي او نور توکي پراته لیدل کېږي، چې د زندان له ماتېدو وروسته تښتېدلو بندیانو تر شا پرې ایښي.
رپوټ کې راغلي د بندیانو تېښتې سره هممهاله د زندان ساتونکي هم له دې ځایه وتلي وو او یو شمېر هغو یې خپل یونیفورم هم هلته پرې ایښی.
اوس د هېواد دا تر ټولو لوی زندان له دوړو - خځلو ډک پروت دی او د خوړو پاتې شونو او تشنابونو بدبوی پکې هر لور ته خپور دی.
د زندان طالب ساتونکي وايي، د څرخي پله زندان په هره څانګه کې ۱۱ بلاکونه دي، چې هر یوه کې تر ۱۵۰۰ پورې زندانیان ساتل کېدل.