تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایي رسنیو کابل کې د ډرون برید په اړه شک څرګند کړی
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو خورا خونړی برید د امریکا متحدو ایالتونو رسنیو کې ننګول شوی دی.
د امریکا نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو ویلي، هغه ډرون برید چې امریکایان وايي، د داعش ډلې پر یوه مرکز شوی، اصلاً د یوې خیریه موسسې پر کارکوونکي شوی دی.
د ورځپاڼو رپوټونو کې د امریکايي پوځونو هغه رپوټ هم ناسم بلل شوی، چې وايي په نښه شوي ګاډي د چاودېدونکو توکو له کبله چاودنه رامنځته شوې.
بل لور د امریکا دفاع وزارت پنټاګون چارواکي وايي، دوی اوس هم په دې باور دي چې د یوه "احتمالي ګواښ" مخه یې نیولې ده.
د اګست پر ۲۹ د اغېزمنو کسانو خپلوانو بي بي سي ته ويلي وو، د ډرون په یوه توغندیز برید کې د دوی د کورنۍ لس کسان ووژل شول، چې ماشومان هم پکې شامل وو.
له دې درې ورځې مخکې کابل هوايي ډګر ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې ۱۰۰ ملکي کسان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.
هغه مهال داسې حال کې چې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیات روان وو، امریکايي ځواکونه له هغه وروسته د تیارسئ په حالت کې وو.
د ټایمز او د پوسټ د تصویرونو او ویډیويي کلیپونو له ارزونې او د ماهرینو له سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې په نښه شوي ګاډي کې هېڅ ډول چاودیدونکي توکي نه وو ځای پر ځای شوي.
امریکايي ځواکونو ویلي و، دوی د په نښه شوي سړي په هکله مخکې معلومه نه وه، خو داسې باور کېږي چې نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند کس و. خو ټایمز او پوسټ معلومه کړې چې په نښه شوی سړی زمری احمدي نومېد چې د خوړو او زدکړو برخه کې یې د اېن اي ای نومې خیریه موسسې لپاره کار کاوه، چې مرکز یې په کلیفورنیا کې دی.
د ټایمز رپوټ وايي، امریکايي پوځیانو باور درلود یو سپین رنګه سډان ډوله موټر تعقیبوي چې ودرید او د دوی شکونه یې په باور بدل کړل.
د امریکايي پوځیانو په وینا یو ځای کې موټر ته یو لویه بسته پورته شوه چې دوی باور درلود، چاودیدونکي توکي دي. خو ورځپاڼه وايي، د دوی څېړنه ښيي چې احمدي لپټاپونه او د اوبو ډبې پورته کولې ځکه د یوه همکار په وینا یې د نورو عادي ورځو په څېر د اوبو له کمښت سره مخامخ وو.
احمدي وروسته کور ته لاړ د راپورونو له مخې د امريکا بې پيلوټه الوتکې وليدل چې نوموړي له يوه بل نارينه سره خبرې کولې او پرېکړه يې وکړه چې پرې بريد وکړي.
وروسته يې د کورنۍ غړي شاوخوا راټول شول. تر ټولو کوچنی ماشوم چې په دې پېښه کې وژل شوی دوه کلن و.
د اېن اي ای مشر سټيون کوان پوسټ ته ويلي چې سپين ټويټا سيډان د خيريه ټولنې ملکيت و.
هغه دا رده کړه چې "وادنۍ د داعش کاروله. دی وايي موږ هڅه کوو چې له خلکو سره مرسته وکړ، ولې به موږ د خلکو د وژلو لپاره چاودېدونکي توکي ساتو".
ټايمز وايي د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې په بله ورځ د راکټي بريد پړ ومنله چې دا داحمدي په څېر له سپين ټويوټا موټر شوی و.
چاودېدونکي توکي؟
پنټاګون استدلال کوي چې له "ډرون بريد وروسته یوه لويه چاودنه وشوه چې دا ښيي چې په موټر کې چاودېدونکي توکي موجود وو".
خو پوسټ او ټايمز وايي په اړه لږ شواهد شته.
پوسټ د څېړنې په موخه کارپوهانو ته د پېښې عکسونه لېږلي يوه فرېنک ډلنوکي وېرېس ويلي، چې "د دې امکان ډېر لږ دی چې په موټر کې دي زيات چاودېدونکي توکي وي".
دی وايي "د تېلو له امله کېدی شي دويمه چاودنه رامنځ ته شوې وي".
له چاودنې وروسته د ارزونې کارپوه براين کنېسټر وايي "دويمه چاودنه کېدی شي د موټر سوځېدو، ګاز او يا تېلو پورې تړاو ولري".
ټايمز د وسلو دريو کارپوهانو له قوله وايي "د چاودېدونکو شواهدو د نشوالي له کبله هلته نژدې دروازه يوازې لږ کږه شوې وه، دېوالونو ته زيان نه و رسېدلی. په انګړ کې د دويم موټر د چپه کېدو نښې نه ليدل کېدې او بوټو ته هم زيان نه دی رسېدلی".
د امريکا غبرګون
تر دې دمه د ډرون بريد په اړه بشپړ يا وروستی راپور نه دی ورکړل شوی. د فرانسې خبري اژانس په وينا د رسنيو وروستيو راپورونو په ځواب کې د امريکا دفاع وزارت وياند جان کربي ويلي، "د هوايي بريد په اړه پلټنې روانې دي، خو موږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د هر هېواد د پوځ پرتله ډېر کار کوو".
ښاغلي کربي وويل، "له څنګه چې مارک مېلي ويلي، بريد د کره استخباراتي معلوماتو پر مټ شوی او موږ اوس هم په دې باور يو چې له دې امله په هوايي ډګر کې زموږ ښځينه او نارينه وو ته د احتمالي ګواښ مخنيوی شوی دی."