تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو واکمني د پاکستان لپاره څه مانا لري؟
- Author, جیمز لانډل
- دنده, د دیپلوماتیکو چارو خبریال
په یو شمېر لوېديځو هېوادونو کې چې غواړي د طالبانو پر نوي حکومت اغېز ولري، داسې هیلې شته چې ښايي پاکستان د یوه منځګړي په توګه رول ولوبوي.
له افغانستان سره د پاکستان اړیکي پراخ دي، د دواړو هېوادونو تر منځ ۲۵۷۰ کیلومتره اوږده ډېورنډ کرښه پرته ده، سوداګریز، کلتوري، توکمیز او مذهبي اړیکي لري.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل دواړه هېوادونه 'نه بېلېدونکي وروڼه 'بللي، خو د نړۍ ځینو پلازمېنو کې چې غواړي له اسلام اباد سره بېرته اړیکي وغوړوي، ټول خلک په دې هکله یوه خوله نه دي.
مخکې هم ټولو پاکستان ته د جهادي ترهګرۍ ضد جګړه کې د ژمن متحد په نظر نه کتل.
له ډېرې مودې په امریکا متحدو ایالتونو او ځینې نورو هېوادونو کې پر پاکستان تور پورې کېده چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.
بل لور ته اوس هم لویدیځ کې دیپلوماتان هڅه کوي، طالبان وهڅوي چې د دوی خلکو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړي، بشري مرستې هېواد ته پرېږدي او منځلاري واکمني وکړي او د دې مانا دا ده چې دوی په سیمه کې د پاکستان په څېر هېوادونو سره خبرو ته اړتیا لري.
له افغانستان او طالبانو سره د پاکستان اړیکي
منتقدین پر پاکستان تور پورې کوي چې په افغانستان او طالبانو پورې خپل شرطونه غوټه کوي.
د سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته چې په افغانستان کې پلان شوي وو، پاکستان ځان د امریکا ترهګرۍ ضد جګړه کې د یوه اتحادي هېواد په توګه ځای پر ځای کړ، خو په ورته مهال د دې هېواد ځینې پوځي او استخباراتۍ کړیو په افغانستان کې د طالبانو په څېر له سخت دریځو ډلو سره اړیکي پالل.
هغسې چې ادعا کېږي، د وخت له تېرېدو سره دا اړیکي په پاموړ مادي او لوژستیکي ملاتړ بدل شول.
د ستراتژۍ چمتو کوونکو په باور پاکستان په افغانستان کې یو داسې رول غوښت چې په هغه هېواد کې بالاخره د هند پلوي حکومت سره مخامخ نه شي، خو له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ کچې او مودې په هکله بیا د نظر اختلاف موجود دی.
شل کاله مخکې چې طالبان واکمن وو، پاکستان له یو څو هېوادونو یو و، چې په رسمیت یې د دوی حکومت پېژندلی و او کله چې تېره میاشت طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، چې ''افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه مات کړل. ''
د پاکستان اندېښنې څه دي؟
له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ مانا په هر صورت دا نه ده، چې دوی د طالبانو لاسونو ته د کابل کنټرول ورتلو سره هېڅ ستونزه نه لري.
په تېرو کلونو کې پاکستان کې اسلامي ترهګرو ډلو داسې ګڼ خونړي بریدونه کړي، چې د افغانستان له لوري پاکستان ته ننوتي وو.
پاکستان غواړي په کابل کې نوی حکومت د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې د ځايي وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړي. د دې مانا دا ده چې که طالبان افغانستان له بې نظمۍ او بې حکومتولۍ وساتي، د پاکستان پکې ګټه ده.
د پاکستان یوه بله اندېښنه د کډوالو په هکله ده.
دغه هېواد کې د افغانستان مخکنیو جګړو له کبله کډوال شوي نژدې درې میلیونه افغانان مېشت دي او له خورا کمزوري اقتصاد سره د نورو کډوالو پالنه نه شي کولای.
د بریتانیا لپاره د پاکستان های کمشنر معظم احمد خان د بي بي سي 'نن ' خپرونې سره مرکه کې وویل:
''موږ رښتیا د نورو کډوالو پالنې وړتیا نه لرو او په همدې خاطر زموږ وړاندیز او غوښتنه دا ده چې راځي کېنو په او په شریکه سره بالاخره د دې 'چارې ' مخه ونیسو. ''
له لویدیځ سره د پاکستان اړیکي
له لویدیځې نړۍ سره د پاکستان اړیکي ښه نه دي، ښايي له امریکا سره یې تر ټولو ډېر خړ پړ اړیکي دي.
ولسمشر جو بایډن واک ته له رسېدو راهیسې ان لومړي وزیر عمران خان سره ټیلیفوني خبرې هم نه دي کړې.
د امریکا ملي امنیت پخواني سلاکار حنرال مک ماسټر روانه اونۍ د پالیسۍ تبادلې یوه سیمینار ته وویل، که پاکستان له جهادي ډلو سره خپل ملاتړ بند نه کړي، باید د 'رټل شوي دولت ' په څېر چلند ورسره وشي.
نوموړي زیاته کړه:
''موږ باید دا تظاهر پرېږدو چې ګواکې پاکستان زموږ ملګری دی. پاکستان د دا ډول ځواکونو په روزنې، تنظیمولو او تجهیزولو او دغه راز د خپلې بهرنۍ پالیسي د یوې څانګې په توګه د جهادي ترهګرۍ اړوند تنظیمونو کاروولو سره د یوه دښمن هېواد رول لوبولی دی. ''
خو په امریکا کې دا ډول نظر د پاکستان دروازو ټکولو لړ کې د نورو لویدیځو هېوادونو مخه نه ده نیولې.
دا وروستیو کې د بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته تللي او د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر ژر هلته د تلو پلان لري.
دیپلوماتان په دې باور دي او یا لږ تر لږه هیله من دي چې پاکستان اوس هم پر طالبانو یو څه نفوذ لري.
دوی سره داسې وېره هم شته چې له پاکستانه لېریوالی به دغه هېواد د چین غېږ ته نور نژدې کېدو ته وهڅوي.
خو هغه پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې ایا پاکستان رښتیا هم پر طالبانو اغېز کولای شي؟
ملا عبدالغني برادر چې د ډېرو په ګومان د نوي حکومت مشري به کوي، د پاکستان په زندان کې وخت تېر کړی او دا به وروسته معلومه شي چې دی هغو زندان ساتونکو 'پاکستانیانو ' ته څومره نرمښت ښيي چې یو وخت یې دی زنداني کړی و.