افغانستان: پر سیاسي ناکرارۍ سربېره د بشري ناورین پراخېدو په اړه اندېښنې هم زياتېږي

ملګرو ملتونو د افغانستان اووه میلیونو بزګرانو لپاره له نړیوالې ټولنې د سملاسي مرستو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو خوړو خوندیتوب ادارې 'ایف اې او مسوولین وايي، افغانستان کې د روانې وچکالۍ له کبله نژدې ۱۵ میلیونه خلک اغېزمن دي، چې د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي او سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

تېرو دریو کلونو کې افغانستان دریم ځل له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو چارواکو په وینا تر اکتوبر میاشتې پورې ښايي په دغه هېواد کې د اوړو زېرمې ختمې شي.

په افغانستان پر سیاسي ناکرارۍ سربېره د بشري ناورین پراخېدو په اړه اندېښنې هم زياتېږي. د ژغورنې نړیوالې کمیټې- ای ار سي په افغانستان کې د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

د دې کمېټې مشر ډېوېډ مېلبنډ وايي نژدې شل میلیونه خلک پر بشري مرستو ولاړ دي.

د ښاغلي مېلبڼد اندېښنه دا ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته ښايي دیپلوماتیکې او بشري مرستندويه ادارې هم له دغه هېواد ووځي. کله چې په کابل کې له نویو چارواکو سره د ښکېلتیا خبره کېږي، د ده وړاندیز به دا وي چې له هر چا سره دې دیپلوماسي وشي.

که څه هم کابل کې طالب چارواکو د ښځو په ګډون له ټولو روغتیايي کارکونکو غوښتي چې بېرته خپلو کارونو ته ستانه شي، خو په ځینو ولایتونو کې د درملو د کمېدو خبرونه ورکړل شوې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراه، یونسیف، بیا وايي په افغانستان کې بيړنيو مرستې ته دخلکو اړتیا خورا ډېره ده.