شېر محمد ستانکزی: د امریکایانو له وتلو وروسته هېوادوال هر وخت کولای شي، بهر ته سفر وکړي

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي شېر محمد ستانکزي ژمنه کړې چې ښځینه کارکوونکې به وکولای شي، خپلو دندو ته ستنې شي او په وینا یې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د مناسبو او قانوني اسنادو لرونکي کسان له هېواده بهر سفر وکولای شي.

تېره شپه نوموړي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې یوه وینا کې وویل:

''کله چې نوی نظم او حکومت اعلان شي، ټول موسسات به پرانیستل شي، زموږ خویندې د ژوند په هر ډګر کې کولای شي، کار او فعالیت وکړي، ونډه ولري او په سیاست کې برخه واخلي او دا دوی منل شوی حق دی. ''

نوموړي دغه راز وویل:

''هغه هېوادوال چې غواړي بهر ته سفر وکړي، د امریکايي او ناټو پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د سمو قانوني اسنادو پر مټ هر وخت چې وغواړي له افغانستانه بهر او له بهره افغانستان ته سفر کولای شي. ''

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، جګړه پای ته رسېدلې ده:

''لس ورځې کېږي چې افغانستان کې جګړه نه شته او موږ هیڅ تلفات نه لرو. ''

نوموړي وویل، عمومي عفوه اعلان شوې او باید عملي شي.

ښاغلی ستانکزی د طالبانو د رهبري شورا غړی او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې مرستیال دی.

له دې مخکې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ویلي، په کابل هوايي ډګر کې دننه یې د ځینې برخو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د طالبانو په وینا دوی چمتو دي چې د امریکايانو له وتلو سره سم د ټول هوايي ډګر کنټرول په لاس کې واخلي.

امریکايي چارواکي وايي، له کابل هوايي ډګره به د دوی د وتلو لپاره تر ټاکل شوې وروستۍ نېټې پورې د خلکو ایستلو بهیر روان وساتي او تر اوسه د دې ځای کنټرول د دوی په لاس کې دی.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي، له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو بهیر لا هم 'له ګواښونو سره مخامخ دی. '

کابل کې امریکايي چارواکو 'د کابل هوايي ډګر په ابې، ختیځه او شمالي دروازو کې له ولاړو خلکو ' غوښتي چې سملاسي له دې سیمې لېرې شي.

ابې ګېټ هغه ځای دی، چې یوه ځانمرګي بریدګر له هېواده بهر ته د تلو په تمه د هوايي ډګر په څنډو کې ولاړ خلک په نښه کړل.

ډېری لوېديځو هېوادونو اعلان کړی چې دوی د کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو خپل عمليات پای ته رسولي او د ناټو ډېری نور غړي هېوادونه به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو ايستلو لپاره له دې وروسته الوتنې ونلري.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون په وينا د نژدې تېرو دوو اوونيو په موده کې يې د کابل هوايي ډګر له لارې نژدې ۱۱۰ زره کسان ايستلي دی.

امریکايي ځواکونه چې د وتلو د عملياتو مشري کوي د اګست پر ۳۱ به خپل شپږ زره سرتېری وباسي او د هوايي ډګر چاری به طالبانو ته وسپاري.

په کابل کې د تېرې پنجشنبې خونړي بريد وروسته امریکايان او ملګري يې د تيارسي په حالت کې دي ترڅو داسې بله پېښه تکرار نشي.

د بریتانیا پوځ مشر جنرال نک کارټر وايي، د هېواد ځواکونه به یې نن شنبه له کابله هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیات پای ته ورسوي.

د بي بي سي له راډیو فور سره خبرو کې جنرال کارټر وویل، بریتانیا د عملیاتو بشپړولو ته نژدې شوې، نن به د ملکي کسانو ایستلو بهیر بشپړ شي او له هغه وروسته به هلته پاتې پوځیان وایستل شي.

جنرال کارټر وايي، له کابله بریتانیا ته د خلکو لېږدولو لپاره لا هم ځینې الوتنې شته، خو په وینا یې شمېر یې خورا کم دی.

نوموړی وايي:

''موږ نه یو توانېدلي، ټول کسان له هغه ځایه وباسو، دا یو خواشینونکی حالت دی او موږ هلته سختو پرېکړو ته اړ شوي یو.د بریتانیا دفاع وزیر بین والاک د جمعې پر ورځ وویل، فکر کوي چې د ۸۰۰ او ۱۱۰۰ تر منځ داسې افغانان به کابل کې پاتې شي چې بریتانوي حکومت سره یې همکاري درلوده. ''

د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، تېرو دوو اونیو کې یې ۱۴۵۰۰ افغانان او بریتانویان له کابله ایستل شوي دي.