تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو شمېر افغان سیاستوال 'د خبرو لپاره' اسلام اباد ته لاړل؛ قریشي د لنډمهالې ادارې غوښتنه وکړه
د افغانستان لپاره پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، یو شمېر افغان سیاستوال نن یکشنبه د افغانستان پر اوسني وضعیت د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.
ښاغلي محمد صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې کسانو کې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، عبدالطیف پدرام او خالد نور شامل دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د دې سفر پر مهال به د دواړو خواو پر شریکو ګټو خبرې اترې کېږي.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا کسان په ۳ ورځني سفر اسلام اباد ته تللي او هلته به افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر راتلونکو ګامونو خبرې کوي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دا افغان سیاستوال د افغان حکومت سره په همغږۍ او که په خپله خوښه اسلام اباد ته تللي، خو داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت لخوا د سفر بلنه ورکړل شوې وه.
قریشي: افغانستان کې دې لنډمهالی حکومت جوړ شي
په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یکشنبه یوې خبرې غونډې ته وویل، افغانستان کې باید داسې یو لنډمهالی حکومت جوړ شي چې د دې هېواد ټول قامونه پکې ځان شامل وبولي.
ښاغلي قریشي وویل، ډېر ژر به د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم پر دې سلا مشوره کوي چې څه ډول افغانستان کې روان کړکېچ په سوله ییزه توګه حل کېدای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان ولس سوله غواړي، او اوس د دې هېواد سیاسي مشرتابه ته پکار ده چې د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.
شاه محمود قریشي زیاته کړه، د افغان سیاستوالو هغه پلاوي سره به هم ګوري چې د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به افغانان پخپله کوي او پاکستان پکې شخصي ګټې یا اجنډا نه لري.
د هغه په وینا افغان چارواکي او طالبان چې خپلو کې هر ډول هوکړه وکړي هغه به پاکستان ته د منلو وړ وي.