طالبان د لښکرګاه او هرات ښارونو نیولو ادعا کوي، په کندهار ښار کې سخته جګړه شوې

د افغانستان په لویدیځ هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د هرات ښار نژدې ټول د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

نن پنجشنبه ناوخته په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې طالبان پکې وايي د هرات ولایت مقام ته دننه شوي دي.

طالبان همداراز د هېواد په ځینو نورو برخو په ځانګړې توګه کندهار ښار کې د پرمختګ خبره کوي.

بل لور ته په سویلي ولایت هلمند کې ځايي سرچینې وايي، چې د مرکز لښکرګاه ځینې دولتي ودانیو چارواکي وتلي او د شوراب پوځي اډې ته تللي دي.

د سرچینې په وینا د لښکرګاه په هوا کې چورلکې ګرځي او ځینې ځايي چارواکي یې شوراب اډې ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرچینې په وینا له یوې میاشتې وروسته نن په لښکرګاه کې د ډزو غږونه نه دي اورېدل شوي.

رسمي سرچینو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. د یادونې ده، چې له تېرې نژدې یوې میاشتې راهیسې په لښکرګاه کې سخته جګړه روانه وه او ملکي خلکو ته هم درانه زیانونه واوښتل

په ورستیو تحولاتو کې طالبانو ادعا کړې چې د بادغیس مرکز قلعه نو یې هم ولکه کړی دی. خو تر اوسه دا خبر نه دی تایید شوی.

په یوه ویډیو کې د طالبانو غړي وايي د هرات امنیه قومندانۍ یې نیولې او په دې قومندانۍ کې د پولیسو لسګونه ولاړو ګاډو ته په اشاره وايي امنیتي ځواکونو ورته پریښي.

د هرات سیمه ییزو خبریالانو د نوم له یادولو پرته تایید کړې چې طالبانو د هرات ښار ډېری سیمې ولکه کړي.

سیمه ییزې سرچینې تایید کړې چې د هرات دولتي چارواکو ښار پریښي او د ظفر قل اردو ته تللي دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې د دغه ولایت جهادي مشر چې په هرات کې یې د طالبانو ضد مقاومت مشري کوله هم له دولتي چارواکو سره یادې قل اردو ته تللی دی.

هرات د افغانستان یو له مهمو ښارونو دی چې د طالبانو لاس ته ورځي.

بریتانیا له افغانستانه د خپلو وګړو ایستلو لپاره پوځیان استوي

بریتانوي چارواکي وايي، نژدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته استوي چې دغه هېواد کې د مېشتو بریتانویان ایستلو کې مرسته وکړي.

دا اعلان د طالبانو کنټرول ته د هرات او غزني ښارونو له لوېدو وروسته شوی.

دغه بریتانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریتانویانو، د دوی افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.

د جمعې پر ورځ بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ټولو مېشتو بریتانویانو وغوښتل چې له دې هېواده ووځي.

د اټکل له مخې ویل کېږي چې تر اوسه په افغانستان کې نژدې ۴۰۰۰ بریتانویان مېشت دي.

بل لور ته د هرات په ګاونډ کندهار کې هم طالبانو ادعا کړې چې د کندهار پر ښار یې د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.

رپوټونو کې ویل شوي، نن مازدیګر وسله وال طالبان د کندهار ښاري مرکزي برخو ته ورسېدل او تر ماخوستن ناوخته پورې هلته جګړه روانه وه.

په رپوټونو کې ویل شوي، چورلکو د ښار په ځینو برخو کې پر وسله والو بریدونه کړي دي.

امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل، په ښار کې کافي امنیتي ځواکونه شته او په کلکه د ښار دفاع کوي.

بل لور ته هغه قومي مشران چې کندهار ته تللي وي، له یوې اوونۍ وروسته نن کابل ته ستانه شوي دي.

د هرات له نیولو سره د افغانستان د ۱۱ ولایتونو مرکزونه د طالبانو لخوا سقوط شوي دي، چې په دې ډله کې فیض اباد، تالقان، زرنج، پلخمري، کندوز، شبرغان، ایبک، سرپل، فراه او غزني شامل دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډې غوښتنه

د جګړې په ډګر کې له دغو لویو بدلونونو سره هم مهاله د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کې ویلي، د هېواد وضعیت یې کړکېچن دی او دا وضعیت د نړۍ په امنیت مخامخ اغېز لري.

هغه ویلي دې ته په کتو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې جوړېدو غوښتنه یې کړې.

نن د ورځې پیل کې غزني ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد. سهار وختي له غزني رپوټونه ورکړل شو چې د غزني والي داوود لغماني د غزني ښار طالبانو ته سپارلی او پخپله کابل ته روان شوی و.

وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ددې وزارت د کورني امنیت ځواکونو ښاغلی لغمانی، د هغه مرستیال او د دفتر رییس وردګ ولایت ته د رسېدو پرمهال ونیول شول.

د افغانستان د ولایتي مرکزونو له سقوط سره حکومت پرلپسې ټینګار کړی چې ددې ښارونو بېرته نیولو لپاره به ډېر ژر اقدام وکړي.

بلخوا رویټرز خبري اژان د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار له قوله ویلي چې د کابل هوايي ډګر باید فعال وي او په وینا یې د دغه هوايي ډګر د امنیت په اړه مذاکرات روان دي او راتلونکو ورځو کې به یې په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي زیاته کړې چې که د کابل هوايي ډګر وتړل شي، په بشپړه توګه د بهرنیو ډيپلوماتانو وتلو امکان به نه وي.

په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکايي سي اېن اېن ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، هغه ښايي د طالبانو له مشر سره له نژدې وګوري.