هرات کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي؛ لښکرګاه ښار کې هم سخته جګړه شوې

په لوېدیځ هرات ولایت کې د هرات ښار لویدیځې خوا ته د انجیل ولسوالۍ هغو کلیو کی چی ښار ته نږدې دي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

هرات ته د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین او درې سوه ځانګړو ځواکونو له رسېدو وروسته د انجیل ولسوالۍ ځینو سیمو کې د هوایی بریدونو رپوټونه هم ورکړل شوي.

یکشنبه د هرات په یو شمېر نورو سیمو کې هم هوایي عملیات هم ترسره شوي، خو مازدیګر مهال د جګړې د درېدو خبرونو هم د نارسمي سرچینو له خوا ورکړل شول.

انجیل ولسوالۍ کی د دغو نښتو په نتیجه کې یو شمېر خلک هم له خپلو کورنو وتلي او بېځایه شوي دی.

بل لور ته د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې دننه هم د یکشنبې پر ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې رپوټونه ترلاسه شوي.

د ښار شاوخوا سیمو کې له تېرو دوه شپو راهیسې جګړه روانه ه، خو یکشنبه د ښار منځ کې هم نښتې پیل شوې.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وایي، د وروستیو نښتو له کبله لښکرګاه ښار کې هټۍ او نور ځایونه تړل شوي او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

ویل کېږي چې د سختې جګړې له کبله د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پریښي او د سیند خوا ته یې پناه وړې ده.

سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي

افغان امنيتي چارواکي وايي، هرات ولایت او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته د طالبانو د ځپلو لپاره سلګونه افغان ځانګړي ځواکونه رسېږي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې ۲۲۱ عملیات کړي، چې پایله کې یې ۱۳۲۳ طالبان وژل شوي، ۷۷۰ نور ټپیان شوي دي، ۱۳۱ کسان نیول شوي دي.

ښاغلي شینوراي وویل، د هرات او لښکرګاه ښارونه په لوړ تهدید کې دي، خو د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې ده.

اجمل عمر شینواري پخپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحماني د هرات د جګړې مخته بېولو لپاره هرات ته استول شوی دی.

تېره شپه د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ادعا کړې وه، چې د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند د پښتو پول او مالان پول ترمنځ سیمه کې یې د افغان ځواکونو عملیاتي قوه ځپلې ده.

قاري یوسف احمدي دا هم ویلي چې د اسماعیل خان د ملېشې اته کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

د هرات ځايي او امنیتي سرچینو تر اوسه د طالبانو دې ادعا ته ځواب نه دی ویلی.

ښاغلي احمدي هلمند کې د لښکرګاه د اومې حوزې د مرکز او د شنه په نامه یوه لوی کنډک او د شپږمې حوزې مرکز د نیولو ادعا هم کړې ده.

هم‌مهاله طالبان د افغانستان د څو مهمو لایتونو پر مرکزونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. هرات کندهار او هلمند کې حالت جګړه ییز دی. دغو ولایتونو کې ملکي وګړي له سختو امنیتي، خوراکي او روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

تېره شپه د عبدالله عبدالله او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ګډون یو شمېر سیاست وال د ولسي جرګې د مشر میرحمان رحماني کور کې د ټول هېواد او په ځانګړي ډول د هرات ښار په اوسني وضعیت غږېدلي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي حبیب الرحمن پدرام پر فیسبوک لیکلي چې په ناسته کې وړاندیز وشو چې په هرات ولایت کې دې د رهبرۍ په کچه نور بدلونونه هم راشي خو تر ټولو عمده وړاندیز یې دا کړی چې پخوانۍ جهادي قوماندان اسماعیل خان دې دهرات والي او د پوځي شورا مشر وټاکل شي.

ښاغلي عبدالله پر فیسبوک ددې تر څنګ چې په هرات کې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او ملکي پاڅونوالو مقاومت ستایلی.

شګوفه نورزۍ: 'د هلمند وضعیت نازک دی، د دفاع وزارت ډېر پام غواړي'

د کابل د شپې لس بجې وې او محمود خان پله سره د دفاع وزارت پر وړاندې یوه ډله هلمندیان راټول شوي وو چې خپل اعتراض او غوښتنه د چارواکو تر غوږو ورسوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ وایي، دوی دلته راټول شوي چې د دفاع د وزیر او نورو چارواکو پام د هلمند نازک حالت ته ورواړوي.

له دفاع وزارت لږ ورهاخوا په ارګ کې پرون ولسمشر محمد اشرف غني یو شمېر سیاسي او جهادي مشران وربللي وو چې په ترڅ کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ په دوی کې عبد رب الرسول سیاف، محمد محقق، کریم خلیلي، عبدالله عبدالله د ولسي او مشرانو جرګو ریسان او د درې امنیتي او دفاعي بنسټونو مشرانو په دې ناسته کې ګډون کړی و.