تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت ځانګړې ناسته کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د اګسټ پر ۶ د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره ځانګړې ناسته کوي.
د دې شورا پړاویز مشر او ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی ټي اېس ټېرو مورتي د پنجشنبې په ورځ خپل ټوېټر کې زیاتوي: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د اګسټ پر شپږمه د هند په مشرۍ د افغانستان پر حالت خبرې او بحث کوي. "
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي انډول جې شنکر سره د اګسټ پر ۳ ټلیفوني خبرو کې د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې وه.
ښاغلي اتمر په دې اړه د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا غوښتنه یې کابل کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره هم مطرح کړې ده.
هغه زیاته کړه، دوی ته یې په ډاګه وویل، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانانو سره ودریږي او په ټول هېواد کې په تېره ښارونو کې د دې وحشي جګړې مخه ونیسي.
د امنیت شورا دریځ
دا ناسته په داسې مهال ده چې په تېرو څو اونیو کې د افغانستان د څو مهمو ښارونو په څنډو او ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه پراخ شوي او له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ د دې جګړو پرمهال پر بشري حقونو تیري او دې برخه کې سرغړونې ته په اشارې ویلي، د شورا غړي په دې اړه رپوټونو په ژوره توګه خواشیني کړي دي.
امنیت شورا خپل بیان کې يو ځل بیا پر پخواني دریځ ټېنګار کوي او ویلي یې دي، افغانستان کې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه ده.
دې بیان کې ویل شوي د امنیت شورا غړي د طالبانو د بریدونو په پایله کې په افغانستان کې پر پراخ تاوتریخوالي ژوره اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره باید تاوتریخوالی کم شي.