تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د هرات خلکو څرګنده کړه چې څوک ''د الله اکبر د شعار '' استازیتوب کوي
په داسې حال کې چې د کندهار، هلمند او هرات ښارونو په شاوخوا کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې دوام لري، تېره شپه هرات ښار کې ځايي اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو ملاتړ په پار د تکبیر الله اکبر نارې وکړې، چې د خواله رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو ورسره د امنیتي ځواکونو د ملاتړ دغه شعار بدرګه کړی.
ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې د هرات ښاریانو د تکبیر نارو ته په اشارې سره وویل: ''طالبان باید پوه شي چې د دې هېواد خلکو تل د الله اکبر په ناره پاڅون کړی او د الله اکبر ناره دوی ته څوک نه ورکوي. ''
هغه وویل ''د هرات خلکو تېره شپه په لوړ غږ څرګنده کړه چې څوک د الله اکبر نارې استازیتوب کوي. ''
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر رسمي فېسبوکپاڼه دې لړ کې ویل شوي چې د مخکیني ولسمشر په اند د هرات خلکو د تکبیر نارې له تپل شوې جګړې بېزاري څرګندوي او دغه تکبیرونه ګګد ملي پاڅون بڼې خپلولو '' په مانا بولي.
د ښاغلي کرزي په پیغام کې ویل شوي، ''وسله وال طالبان باید د خلکو دې غبرګون ته د جدي خبرداري په نظر وګوري او له جګړې، وژنو او د کورونو، کلیو او افغان اډانې له ورانولو لاس واخلي او له ولسونو سره یو ځای د سولې په هلو ځلو کې شامل شي. ''
مشهور شاعر پیر محمد کاروان د الله اکبر تر سرلیک لاندې په دې مناسبت یو شعر لیکلی، چې عسکر او وسله وال طالبان پکې سولې او یووالي ته بلل شوې دي.
د ښاغلي کاروان دا شعر د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو هم پر خپلو پاڼو شریک کړی دی.
سندرغاړي او ممثل اریان خان هم پر خپله فېسبوکپاڼه د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړد تکبیر نارې ستایلي.