امریکا د افغان ژباړنو لومړۍ ډله ویرجینیا کې یوې پوځي اډې ته لېږدوي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې غواړي خپل زرګونه افغان ژباړن او د هغوی د کورنیو غړي لومړی په لنډمهاله توګه د ویرجینیا ایالت ختیځ کې د پوځ یوې اډې ته ولېږدوي.

دا د جو بایډن ادارې لخوا د هغو ۱۸ زره افغانانو او د هغوی د کورنیو د منلو لپاره لومړی ګام دی چې تېر شل کاله یې افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

د امریکا له پوځي او ملکي ادارو سره دغه پخواني همکار افغانان اندېښمن دي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان راوګرځي او غچ به ترې واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دوشنبې پر ورځ واشنګټن کې په خپل ورځني خبري کنفرانس کې تائید کړه، چې لومړي پړاو کې ۲۵۰۰ افغان ژباړن او د هغوی د کورنیو غړي، د لنډمهاله مېشتېدو لپاره د ویرجینیا ایالت "فورت لي" اډې ته لېږدول کېږي.

ښاغلي پرایس وویل: "څرنګه چې مو وویل، دوی زړور افغانان او د هغوی د کورنیو غړي دي چې متحدو ایالتونو ته یې خدمت کړی او د امنیتي مخینې د څېړلو پروسه یې پای ته رسولې ده."

هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې دوی د ځانګړې کډوالۍ له وروستيو پړاونو تېرېږي، لنډمهاله استوګنځي او خدمات به ورته برابر شي."

که څه هم د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ وویل چې د دغو کډوالو لومړۍ ډله د روانې میاشتې تر پایه له افغانستان ایستل کېږي، خو د حکومت چارواکو یې د دغه پروګرام جزئیات نه و اعلان کړي.

د امریکا د کانګرس ځینو غړو څه موده وړاندې ښاغلي بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د زرګونو افغان ژباړنو ایستلو کې په ناغېړۍ سره دې د «هغوی د مرګ حکم نه لاسلیکوي» او "خپل لاسونه دې د هغوی په وینو نه سره کوي."

په دې لړ کې جمهوریپال استازي مایکل والټز جو بایډن ته خطاب کې ویلي و که د ټولو ځواکونو تر ایستلو وړاندې هغه زرګونه افغان ژباړن له افغانستان ونه باسي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې امریکا ته کار کړی، "لاسونه به یې د هغوی پر وینو سره شي."

ښاغلي والټز چې وړاندې یې د ځمکنیو ځواکونو د کمانډو قطعاتو په چوکاټ کې افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي له ځینو ژباړنو سره پېژني.

هغه له ګڼو نورو دیموکرات او جمهوریپالو استازو سره ملګری دی چې د جو بایډن له حکومت غواړي، د ۱۸ زره افغانانو لخوا امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو غوښتنه ومني.

افغان ژباړونکو له دغه هېواده د وروستیو اېتلافي ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیلېدو سره مدني اعتراضونه هم ترسره کړي.

دغه ژباړن وايي که د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دوی او د کورنیو غړو ته یې هم امریکا ته د لېږدېدو او هلته د مېشتېدو زمینه برابره نه شي، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اعلان کړی چې که دغه ژباړن "د دښمن لیکې پرېږدي او وغواړي د یو عادي فرد په توګه خپل هېواد کې ژوند ته دوام ورکړي، د دوی لخوا به هېڅ ګواښ ورته پېښ نه شي."

طالبان د دې ترڅنګ زیاتوي دغه ژباړن باید پر تېر پښیماني وښيي، او راتلونکې کې داسې لار غوره نه کړي چې د دوی په وینا "له اسلام او هېواد سره خیانت" ګڼل کېږي.

خو طالبانو دا اعلامیه داسې مال خپره کړې چې افغانستان کې جنګ جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د دې ترڅنګ د دغه هېواد د سولې خبرو کې د کوم محسوس پرمختګ څرک هم لا نه دی لګېدلی.

له دې سره په دې وروستیو کې د مدني فعالانو، ژورنالیستاو او دولتي کارکوونکو هدفي وژنې هم ډېر شوې دي.