افغانستان کې د ملکیانو پر ضد جنایتونه؛ د پلټونو لپاره د نړیوال پلاوي ټاکلو غوښتنه وشوه

د عکس سرچینه، Reuters
د بشري حقونو ۱۹ معتبرو سازمانونو په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې د جنایتونو د څېړنې لپاره د معتبر نړیوال پلاوي د ماموریت د پیل په تړاو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له غوښتنې ملاتړ وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش غوښتي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو په اړه د حقیقت موندنې لپاره د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې متخصصې او خپلواکې ډلې ته دنده ورکړي.
د دغه کمیسیون د اعلامیې له مخې د دغې څېړنې موخه باید د مجرمانو پیژندل او د شواهدو راټولول وي.
په یو پرانیستي لیک کې چې د بشری حقونو ۱۹ نړیوالو معتبرو سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ته استولی راغلي، چې "د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون لخوا د وړاندیز شویو میکانیزمونو هرکلی کوي تر څو د افغانستان چټک خرابېدونکي وضعیت ته د اغېزناک غبرګون په ښودلو د ملکیانو پر وړاندې د خونړیو بریدونو د تکرارېدو مخه ونیول شي".
د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د حقوق پوهانو نړیوال کمیسون، د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله، د ښار آرمان او په شخړو کې د غیرنظامیانو مرکز له هغو ادارو څخه دي چې دغه پرانیستی لیک یې لاسلیک کړی دی.
د نړیوال څېړونکي کمیسیون د جوړېدو تر څنګ، د زیان جبران، د جنایتونو مستند کول، د جګړې د قربانیانو د غږ اورېدل، د جنګي جرمونو، د بشر ضد جنایت او نسل وژنې له خطر سره د مخ شویو خلکو څخه ساتنه او بېړنی اوربند له هغو غوښتنو څخه دي چې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د اعلامیې په متن کې راغلې.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې لیک کې د جون میاشتې په اتمه په بغلان کې د هلوټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې د کارکوونکو وژنې، د مې په اتمه د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهدا ښوونځي د زدکوونکو وژنې، د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د کابل پوهنتون د زدکړیالانو وژنې، د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې د کابل په برچي سیمه کې پر یو زیږنتون خونړي برید، د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای خونړی برید او د بشري حقونو د مدافعانو، ښځینه فعالانو او خبریالانو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو هدفي وژنې له هغو رامنځ ته شویو پېښو د بېلګو په توګه یاد شوي چې د نړیوال حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې ته اړتیا لري.





