افغانستان کې عمومي ماتم؛ د کابل وروستي برید د وژل شویو شمېر ۸۵ ته ورسېد

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دشت برچي برید ډېر مړه او ټپیان زدکوونکې نجونې دي.

افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د دغه هېواد پلازمېنې کابل په دشت برچي کې پر ښوونځي په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوی او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

تر برید یوه ورځ وروسته او د یکشنبې په ورځ چارواکو دې پېښه کې د ۵۵ کسانو وژل تاییدول.

د شنبې په ورځ اول دشتي برچي کې پر سید الشهدا نجونو ښوونځي موټربم برید وشو او وروسته هم دوه بمونه وچاودل.

له دې برید یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د لوګر او کابل پر محصلینو د وروستیو خونړیو بریدونو په ویر کې به راتلونکې سې شنبه (نن د مې ۱۱) په ټول هېواد کې عمومي ماتم وي.

په دغه ورځ د افغانستان ټولو کورنیو او بهرنیو دولتي ادارو او استازیو کې افغان ملي بیرغ نیم ځونډ دی او هم ټولو دولتي ادارو کې فاتحه اخیستل کېږي.

امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، ترکیې او نورو هېوادونو دغه برید وغانده.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ملي ماتم ته په اشاره وايي، له افغان ولس سره د یووالي ښودلو په یاد به یې نن خپل بیرغ نیم‌ځوړند وي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر رسمي ټوېټرپاڼه وايي، نن له افغان ولس سره د یووالي ښودلو او دغه هېواد کې د وروستي تاوتریخوالي د قربانیانو په یاد به یې بیرغ نیم ځوړند وي.

اروپایي ټولنې دا هم ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان ولس سره ولاړه ده.

لا هم وروستی نوملړ تیار نه دی

مدرسه سید الشهدا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، موټرم بم د دې دروازې مخ ته وچاود.

دشت برچي کې پر ښوونځي د برید ډېر قربانیان زدکوونکې وې.

د هغو ۴۰ وژل شویو نوملړ چې بي بي سي ته رسېدلی ۳۳ یې نجونې دې او د دې نوملړ له مخې په ۱۰۷ ټپیانو کې ۷۳ پېغلې او ۴۴ هم ماشومې زدکوونکې دي.

په ټپیانو کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ نارینه هم دي.

خو لا هم د دې پېښې د قربانیانو وروستی شمېر مالوم نه دی، ځکه افغان چارواکي وایي، ځینې کورنیو خپل قرباني غړي له ثبت پرته خاورو ته سپارلي او دې قرباني کورنیو ته د مرسته رسولو مسوولو ادارو لا هم بشپړ نوملړ برابر کړی نه دی.

خو یوې امنیتي سرچینې د امنیتي رپوټونو له مخې بي بي سي ته دا هم ویلي چې دې پېښه کې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي.

د لوګر پېښه

د لوګر برید کې د یوه کلي ۲۳ ځوانان ووژل شول.

د عکس سرچینه، iStock

د عکس تشریح، د لوګر برید کې د یوه کلي ۲۳ ځوانان ووژل شول.

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې هم نږدې لس ورځې مخکې (د اپرېل پر ۳۰) د ارزې ولسوالۍ د ملکیانو پر مېلمستون برید وشو چې له امله یې ۲۴ زدکوونکي ووژل او تر ۱۱۰پورې کسان ټپیان شول.

په دغه برید کې نږدې ټول وژل شوي کسان هغه زدکوونکي وو، چې له ازرې ولسوالۍ لوګر ته راغلي وو او غوښتل یې پوهنتون ته د تلو لپاره کانکور کې ګډون وکړي.

وسلوالو طالبانو دواړه بریدونه غندلي او کومې بلې ډلې یې هم مسئولیت نه دی منلی، خو افغان حکومت طالبان د دې بریدونو مسئول بولي.

افغانستان په روژه میاشت کې خونړۍ ورځې درلودې، له یوې خوا له طالبانو سره څو ولایتونو کې د جګړې ډګر ګرم شو او له بلې خوا ورته بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوه.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د روژې میاشت کې یې ۱۳۰ امنیتي پېښې ثبت کړې چې په ترڅ کې یې ۵۱۹ کسانو ته مرګ وژبله اوښتې ده چې له دې ډلې ۱۶۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

په دې کې هغه کسان شامل نه دي چې د سید الشهداء پر ښوونځي په برید کې ورته مرګ ژوبله واوښته.