د لوګر خونړۍ چاودنه؛ د 'اکبر خېلو کلي' پر ځوانانو څه تېر شول؟

- Author, رامین مظهر
- دنده, خبريال
د لوګر په پل علم کې له هغه موټر بم بریده څو ورځې تېرې دي چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول. په دغه برید کې وژل شوي ۲۳ کسان د لوګر ازرې ولسوالۍ د اکبر خېلو کلي اوسېدونکي وو.
پر یکشنبه 'د ثور/غوايي ۱۲' د افغانستان ملي پوځ چورلکو د دې وژل شویو کسانو مړي په اکبر خېلو کې د دوی خپلوانو ته وسپارل.
ځايي کلیوالو شپږ وژل شوي کسان د خرم خېلو په هدېره کې او ۱۷ مړي په 'زړه هدیره' کې خاورو ته وسپارل.
اکبر خېل یو غرنی کلی دی چې د ننګرهار او لوګر تر منځ سیمه کې موقعیت لري. د یوه وژل شوي ځوان پلار د خپل زوی او د هغه د نورو همزولو په هکله په ژړغوني غږ وویل:
''ټول زموږ مخکې لوی شول. همزولي وو. په یو ډول یې ونې دنګې شوې. یو ځای یې کرېکټ لوبه کوله او په یوه جومات کې به یې لمونځ کاوه او بالاخره یو ځای خاورو ته لاړل.''
دوی پر تېره سې شنبه د کانکور ازموینې لپاره یو ځای له کلي وتلي وو. هغه مېلمستون چې برید پرې شوی ۱۳۹۲ کال کې د لوګر ولایتي شورا مخکیني مشر ډاکتر عبدالولي چمتو کړی و او هدف دا و چې له لېرې پرتو ولسوالیو راغلي کسان چې په هوټلونو کې د اوسېدو توان نه لري، همدلته شپه سبا کړي.
د ازرې اوسېدونکي وايي، د دغه مېلمستون دروازې تل د خلکو لپاره پرانیستې وې او د اوسېدو لپاره هېڅ لګښت نه ترې اخیستل کېده.
برید چا کړی؟
د ازرې ولسوالۍ ځینې نورو اوسېدونکو تر څنګ دغه زدکوونکي هم په مېلمستون کې مېشت وو، چې د پاخه عمر یو سړی له موټر سره د مېلمستون انګړ ته ننوتی او ځان یې د خیریه موسسې غړی ښوولی، چې ګواکې د مرستې لپاره هلته ورغلی دی.

د عکس سرچینه، iStock
ویل کېږي دغه سړي له زدکوونکو غوښتي په مېلمستون کې د شته کسانو د نومونو لیست ورکړي چې دی ورته د ذکات په پیسو کالي واخلي او یو خیاط وروپېژني چې د ګنډلو لپاره دغه کالي ورکړي.
د جمعې پر ورځ د ماښام له لمانځه مخکې د پاخه عمر سړی له هغه (ډاینا) ډوله موټر سره د مېلمستون انګړ ته ورغلی، چې هندواڼې او ټوکران په کې بارو وو.
هېڅوک نه پوهېدل چې تر دې هندواڼو او ټوکرانو لاندې باروت ځای پر ځای شوي وو.
له اذان وروسته دغه سړي هم له نورو سره یو ځای روژه ماتې کړی، خو تر پایه نه دی پاتې شوی، بلکې له لږ خوراک وروسته یې هلته ناستو کسانو ته ویلي چې موټر ته ورشي او د ځان لپاره کالي خوښ کړي.
له هغه وروسته دا سړی په مېلسمتون کې و نه لیدل شو او په بازار کې تري تم شو.
د ماښام ۰۶:۴۰ بجې وې چې زورورې چاودنې لوګر ولړزاوه. چاودنه دومره زوروره وه چې په یو کیلومتر ساحه کې ويجاړی وکړ.
د ښځو چارو ریاست، ولایتي شورا، روغتون، جومات او ګڼ شمېر کورونو ته یې سخت زیان واړاوه. د کورونو کړکۍ ماتې شوې او ښیښې یې هر لور ته خپرې شوې. د هغه سپین ږیري زړه ودرېد چې مېلمستون ته څېرمه کور کې اوسېد. د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی وايي: ''د هغه زړه چاودلی و.''
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د لوګر پوهنتون کې د ریاضي یو استاد احمد ولي وکیل چې سترګې پرانیستې د روغتون پر کټ پروت و. وروستي څه یې چې یاد ته ورتلل دا و چې له خپلو شاګردانو سره د روژماتي لپاره دسترخوان ته ناست و.
دی په اکبر خېلو کلي کې زده کوونکو ته د کانکور چمتوالي لپاره د زدکړې یو مرکز لري. نوموړی له شاګردانو سره یو ځای د ولایت مرکز ته راغلی و چې د کانکور تر ازموینې پورې له هغو سره ملګرتیا وکړي.
ده په مېلمستون کې د اوسېدو پر مهال هم له زدکوونکو سره مرسته کوله چې د ازموینې پارچه څنګه باید ډکه کړي او د ځان لپاره د لوړو زدکړو برخه کې کومه برخه وټاکي.

دی خپل شاګردان یادوي چې څنګه یې خپلو ارمانونو ته د رسېدو لپاره زحمتونه ګالل. دی خپل یو شاګرد نورعلي یادوي چې وايي، غوښتل یې د هېواد معادنونو په استخراج کې کار وکړي چې هېواد یې د نورو له محتاجۍ وژغورل شي.
له همدې کبله یې هیله درلوده چې نورعلي به د لوګر پوهنتون د معادنونو جیولوژۍ څانګه انتخابوي.
احمدولي د درملنې لپاره په کابل کې ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی. د لارې په اوږدو کې د شاګردانو وژل کېدو په هکله هېڅ نه دي ورته ویل شوي.
روغتون ته له رسېدو وروسته یوه ملګري ورته ټیلیفون کړی، د روغتیا حال، احوال یې ترې پوښتلی، احمدولي د شاګردانو وضعیت په هکله پوښتنه کړې، د بل لوري غږ یې اورېدلی، '' ټول ووژل شول.''
له دې وروسته هم احمد ولي نه پوهېده چې تره یې عبدالله او د هغه زوی حبیب په څه حال کې دي، خو له ایمرجنسي روغتونه چې کله څلور سوه بستر روغتون ته لېږدول کېدو په دهلېز کې یې یو تابوت ولید چې پرې لیکل شوي و '' عبدالله ولد عبدالوکیل'' له روغتونه کلي ته ستون شو او هلته خبر شو چې نن یې د کاکا زوی خاورو ته سپارل کېږي.
دی له هغه وروسته پوهېدلی چې تره، د تره زوی او ټول شاګردان یې وژل شوي دي.
له دې هر څه سره سره دی وایي، هغسې یې چې ټپونه ورغېږي، د کانکور چمتوالي لپاره به د زدکړو ټولګی پیل کړی. احمد ولي ستړی ښکاري، غږ یې رپېږي او وايي: ''که سل ځله هم ټپي شم، خپل مسوولیت نه پرېږدم او زدکوونکو ته به د ریاضي زدکړه ورکوم.''
د اکبر خېلو کلي ملک بلال نیکزاد وايي:
''ټول کلی د ویر پر ټغر ناست دی. د ټولو یا زوی، یا وراره، یا ماما یا د ماما زوی وژل شوی دی.'' دی زیاتوي، ''کله چې د پوځ چورلکو مړي کلي ته راوړل ټولو ته مو غسلونه ورکړل، کفنونه مو ورکړل، وروسته مو د ټولو د کالیو جېبونه ولټول، ټولې پیسې مو چې په کې وموندلې ۲۰۰۰ افغانیو ته هم نه رسېدې، ټول د بیوزله کورنیو هلکان وو.''
یوازې پاتې شوې مور

د ۴۵ کلنې ببو مېړه څو کاله مخکې په جګړه کې وژل شوی. د دې د مېړه موټر د کابل په خاک جبار سیمه کې پر ماین ختلی او دی په کې وژل شوی و. یو زوی یې په ننګرهار کې داعش ډلې وژلی و او یوازینې زوی یې واحدالله د لوګر په وروستي برید کې ووژل شو.
د دې لیکنې پر مهال د اکبر خېلو له اوسېدونکو سره په اړیکه کې یم. د وژل شویو ۲۴ کسانو د نومونو لیست ته ګورم چې هر یوه یې خپله کیسه لري، د دوی خپل ارمانونه او د دوی د کورنیو ارمانونه چې د دوی راتلونکي ته یې درلودل او له ټولو محروم شول.
ټیلیفون ته مې زنګ راغی. د اکبر خېلو کلي یوه اوسېدونکي راته وویل، په دغه برید کې د وژل شوي باران ښځې جمیلې په ځان پسې د حمام ور تړلی او ځان یې وژلی دی. باران ترکاڼ و او د معلولیت درجې د ثبت لپاره د ولایت مرکز ته تللی و، چې همدا یې وروستی سفر شو.
تېرو نژدې دوو لسیزو کې ګڼ شمېر افغانان په یوه او بل ډول د تاو تریخوالي قرباني شوي دي. د افغانستان بشري حقونو کمېسیون شمېرې ښيي چې یوازې تېرو ۱۲ کلونو کې ۳۱ زره افغانان په جنګ جګړو کې وژل شوي او ۶۲ زره ۶۶۲ ټپیان شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د سولې خبرې به دې اوږدو جګړو ته د پای ټکې کېږدي او ایا د ترکیې په ناسته کې به چې احتمالاً په راتلونکو ورځو کې به تر سره شي، داسې فرصت چمتو شي چې د جګړو قربانیان د دې بې رحمه جګړې کیسې د ښېکلو لوریو په حضور کې نقل کړي او نه؟










