تېر جولای ولسي وګړو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه

ټپي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په رپوټ کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنو له کبله د څه باندې ۵۰ سلنې ولسي مرګ ژوبلې مسؤولیت پر حکومت ضد عناصرو اچول شوی.
    • Author, محمد امین کمالپوري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا 'یوناما' په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د روان کال په جولای میاشت کې یوازې ۱۵۰۰ افغان ملکیان وژل شوي او ټپیان دي.

یوناما وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له پیله او د ۲۰۱۷ کال له مې میاشتې را وروسته په تېرو څه باندې ۲ کلونو کې دا د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې لامل یې د حکومت ضد عناصرو بریدونه ښودل شوي.

د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: "څرنګه چې په دې وروستیو اونیو کې د سولې هڅې ګړندۍ شوي ځمکنۍ جګړه هم ورسره تېزه شوې ده".

څومره مسؤلیت یې طالبانو ته ورګرځي؟

یوناما په دې خپل دې راپور کې چې په پرتله ییز ډول یې خپور کړی په ښاري سیمو کې د طالب وسله والو بریدونو ته اشاره کړې چې پر امنیتي ځواکونو شوي.

دغه بریدونو ملکي خلکو ته زیان اړولی د جولای په لومړي نېټه کابل کې د افغان ځواکونو په لوژیستکي مرکز حمله وه چې طالبانو یې مسؤلیت ومانه او په دې پېښه کې ۷ تنه ملکیان ووژل شول او ۱۴۴ تنه نور ټپیان شول.

همدارنګه د کندهار د پولیسو پر تأسیساتو د طالبانو حمله وه چې دې کې هم ۷ تنه ملکیان ووژل شول او ۷۲ تنه نور ټپیان شول.

یوناما بیا په غزني کې د طالبانو هغه حملې ته کتنه کړې چې په ۷م د جولای د ملي امنیت پر ریاست شوې او په هغه پېښه کې ۱۷۴ تنه ملکي مرګ ژوبله یاده شوې چې ۸۰ تنه قربانیان یې ماشومان وو.

یوناما په خپل دې راپور کې د حکومت ضد عناصرو له خوا پر وژل شویو ملکیانو ژوره خواشیني ښودلې، چې د سړک غاړې ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي.

په رپوټ کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنو له کبله د څه باندې ۵۰ سلنې ولسي مرګ ژوبلې مسؤولیت پر حکومت ضد عناصرو اچول شوی.

څومره مسؤلیت یې داعش ته ورګرځي؟

ملګري ملتونه په ځانګړي توګه د ډېری پیښو له امله حیران شوي کله چې حکومت ضد عناصرو په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي.

په ۲۵م د جولای میاشت کې داعش وسله والو د هغه پېښې مسؤلیت ومانه چې په هغه کې یې په کابل کې د کانونو او پترولیم وزارت د عملې موټر په نښه کړ او په هغه کې ۷ تنه ملکیان ووژل شول او د ۶ مېرمنو په ګډون ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

د ویډیو تشریح، فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنه

د تېرې جولای پر ۱۹مه هم داعش د هغه موټربم ځانمرګي برید مسؤولیت ومانه، چې د کابل پوهنتون دروازې مخ ته شوې وه چې ۸ تنه یې ووژل او ۳۶ تنه نور یې ټپیان کړل.

یوناما وايي په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول د جنګي جرایمو په معنا دي.

همدارنګه، په تېره جولای میاشت کې نورې ډېرې پېښې هم شوي چې مسؤلیت یې کومې وسله والې ډلې نه و منلی، د بېلګې په ډول د جولای پر ۲۸مه د زرغون بهیر پر دفتر برید چې ۲۱ ولسي وګړي پکې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.