غني: زغم حد لري، نیول شوي ترهګر به د شریعت له مخې محاکمه کېږي

ghani

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د هېواد امنیتي ځواکونو تر دې مهاله اته سوه (۸۰۰) ترهګر نیولي او د دې کسانو محاکمه دوام لري. ښاغلي غني سې شنبه ارګ کې د "سل ورځې، سل زیري" لړۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، پر دې کسانو به قانون تطبیق شي او د شریعت له حکم سره سم به محاکمه شي.

افغان ولسمشر په لوګر او کابل کې پر افغان زدکوونکو وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، ''ترهګر په دا ډول کړنو سره د حکومت او ولس اراده نشي ځپلی. ''

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه اعلامیه کې د کابل په سید الشهدا ښوونځي د وروستي برید عاملینو د محاکمې غوښتنه کړي ده.

افغان ولسمشر هم سې شنبه ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، ''د نیول شویو ترهګرو محاکمه د ټول ولس غوښتنه ده، خو حکومت د روژې میاشتې له کبله دا بهیر ځنډولی و. ''

افغان ولسمشر که څه هم د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست،‌ خو و یې ویل،‌ "دوی باید پر دې پوه شي چې تحمل هم حد لري".

افغان بنديان

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، افغان حکومت او طالبانو تېر یوه کال کې د یو بل زرګونه زندانیان خوشي کړي

که څه هم ولسمشر غني د دې ۸۰۰ کسانو د هویت په اړه څه و نه ویل چې څوک دي، خو افغان طالبانو په تېر کې پر حکومت تور لګولی چې نیول شويو طالبانو سره ناروا او غیر انساني چلن کوي.

سره له دې چې د دوحې تړون له مخې افغان حکومت او طالبانو د یو بل زرګونه زندانیان تبادله کړي، خو لا هم ګڼ شمېر کسان له مقابل لوري سره بندیان دي.

طالبان وایي، د سولې د خبرو لپاره د دوی یو مهم شرط دا دی چې پاتې شاوخوا ۷ زره بندیان یې باید د افغان حکومت له زندانونو خوشي شي.

خو افغان چارواکي‌ تور لګوي چې د خوشي شویو پنځو زرو طالب بندیانو له ډلې یې ګڼ کسان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

افغان حکومت له همدې کبله ټینګار کوي چې تر هغې به نور طالب بندیان نه خوشي کوي چې د سولې خبرو کې جدي پرمختګ نه وي شوی.

افغانستان کې د عمومي ماتم ورځ‌

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، افغان ولسمشر هم سې شنبه ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، ''د نیول شویو ترهګرو محاکمه د ټول ولس غوښتنه ده''

افغان ولسمشر داسې مهال د 'ترهګرو' د محاکمې خبره کوي چې نن سې شنبه افغانستان کې د کابل سید شهدا ښوونځي او په لوګر کې د وروستيو بریدونو په ویر کې عمومي ماتم و.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې پېښې او د افغانستان په نورو سیمو کې د وروستیو پېښو قربانیانو روح ته د دوعا په موخه د فاتحې مراسم جوړ شوي وو.

په ورته مهال افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته وویل، په دشت برچي کې پر ښوونځي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوی او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

دا برید په افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه په پراخه توګه غندل شوی دی.‌

که څه هم افغان حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي، خو طالبانو دا برید غندلی او خپله ښکېلتیا یې پکې رد کړې ده.