تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د امریکایانو بمبارونه پاروونکی عمل دی؛ مسؤلیت به یې د دوی پر غاړه وي
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ډرون بریدونو ته غبرګون کې خبرداری ورکړی، دوی مجبور شي چې دې ته غبرګون وښیي.
رپوټونو کې ویل شوي، تېره شپه د افغان او امریکايي ولسمشرانو له لیدو څو ساعته مخکې د امریکا ډرون الوتکو د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو هدفونه په نښه کړي دي.
د فاکس نیوز خبري شبکې د امریکا دفاع وزارت سرچینو ویلي، امریکايي پوځیانو د افغانستان په شمال کې دوه ځایه ډرون بریدونه کړي دي.
ویل کېږي دغه دوه بریدونه په بغلان او کندوز ولایتونو کې شوي، چې وسله والو طالبانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان په ځینې ولایتونو کې د امریکايي الوتکو بریدونه غندي. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:
''داسې کړنې پارونکې دي او عکس العمل ته زمينه مساعدوي. '' د طالبانو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، بهرني ځواکونو باید له افغانستانه وتلو ته متوجه شي او نه نور '' په جګړه کې ښکېل نه شي. ''
بلخوا د جګړې په ډګر کې دواړه لوري له یوه بل د ولسوالیو د نیولو او د مقابل اړخ د په شا کولو خبره کوي. افغان حکومت وايي د پکتیا ولایت میرزکه او د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ یې بېرته نیولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمد ضیاءضیا په دې اړه وايي:
''افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه دوه ولسوالۍ، په پکتیا کې میرزکه او په بغلان کې تاله وبرفک د طالبانو څخه بېرته نیولي. همدا راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې چاڼيز عملیات هم روان دي. ''
خو طالبانو د دولت له لوري د تاله و برفک ولسوالۍ نیول رد کړي.
د افغانستان شمال څخه بیا د فاریاب ولایتي شورا غړي عدالاحد ایلبیک بي بي سي ته وویل، تېره شپه د یاد ولایت اندخوی ولسوالۍ دوه ځله د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوې او اوس مهال ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده.
طالبانو هم په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کندهار د غورک، د پروان سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې.
خو په کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه اعلامیه کې وايي د غورک بېس یې د ناسم موقعیت له امله بلې سیمې ته لېږدولی.
په ورته وخت کې بیا په بېلابېلو ولایتونو سلګونو ملکي خلکو د حکومتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې ده او ویلي دې چې له خپلو سیمو څخه به ساتنه وکړي.