د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ برخلیک په اړه ضد و نقیض رپوټونه

د افغانستان شمال کې د طالبانو لاس ته د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ د لوېدو او بېرته ترې نیول کېدو په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو مخکې ویلي وو چې بېرته یې نیولې خو اوس ولایتي شورا چارواکي وایي چې بېرته طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د دې قول اردو د خبرپاڼې له مخې، د دغه قول اردو اولې لېوا د کمانډو او هوایي ځواک په ملاتړ د شپې درې بجې عملیات پیل کړل او سهار شپږ نیمې بجې یې د ولسوالي مرکز بېرته ونیو.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې دولت اباد کې د ۱۹ طالبانو د وژل کېدو او د ۲۲ ټپي کېدو ادعا کړې،‌ چې طالبانو یې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دغه قول اردو وايي، د طالبانو لاس ته د دولت اباد ولسوالۍ د لوېدو په اړه د ځینو "نامالومو" کسانو خبرې بې بنسټه دي، بلکې دا مهال د ولسوالۍ په شاوخواړکې جګړه روانه ده او د ولسوالۍ پر فضا هوايي ځواکونه واکمن دي.

د فاریاب د والي ویاند کریم یورش هم بي بي سي ته ویلي وو، افغان ځواکونه اوس د دولت اباد مرکز کې دي او درې رنګه ملي بیرغ د ولسوالۍ پر ودانۍ رپاند دی.

خو زیاتوي چې لا هم دغه ولسوالۍ کې تیت پرک نښتې روانې دي.

طالبانو نږدې اونۍ مخکې د جون پر اتمه دا ولسوالي ونیوه، خو د افغان حکومت د اوسنۍ ادعا په هکله یې څه نه دي ویلي.

د دې ولسوالۍ ډېرې برخې له کلونو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.

د خان اباد ولسوالۍ مرکز نیول

له بلې خوا طالبانو پرون خواله رسنیو کې ویډیو خپره کړه چې د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ د دې ډلې ولکه ښيي، خو خواله رسنیو کې ننني انځورونه د دغې ولسوالۍ ودانۍ کې افغان ځواکونه ښيي.

د ځانګړو عملیاتو قول اردو هم خپله فیسبوکپاڼه کې لیکي چې بېګا یې خان اباد ولسوالۍ کې عملیاتو سره اته وسلوال ووژل او پر دې ولسوالۍ پر مرکز یې بېرته ولکه ټینګه کړه.

دا قول اردو زیاتوي: "خان اباد چوک، شورا بندر، عیدګا جومات، د قومندانۍ وداني، مخب خان پل، ښاروالي او د ولسوالۍ ودانۍ مو له دوښمنانو پاکې کړې."

حکومت د جون پر ۱۴ هم د خان اباد د بېرته نیولو ادعا کړې وه.

په وروستیو کې پر نورو ولایتونو سربېره فاریاب او کندوز کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

دې ډلې له تېرې میلادي میاشتې راهیسې فاریاب، تخار او کندوز سربېره ګاونډي بغلان، میدان وردګ، غزني، لغمان، نورستان، نیمروز، غور او زابل کې څو ولسوالۍ ونیوې، خو حکومت وايي له ځینې سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.