د افغانستان، سعودي او پاکستان دیني عالمان 'د افغان جګړې پر مشروعیت' بحث لپاره غونډه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، یو شمېر افغان، سعودي او پاکستاني دیني عالمان به د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ (د جون لسمه) په سعودي کې د افغان سولې او جګړې په اړه د بحث لپاره په یو ورځني کنفرانس کې سره راټولېږي.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د روانې جګړې پر مشروعیت او دیني اړخونو خبرې وکړي.
دا کنفرانس د "رابطه عالم اسلامي" ټولنې په نوښت د افغانستان، سعودي او پاکستان حکومتونو په ملاتړ جوړېږي او تمه کېږي چې د درې واړو هېوادونو مخکښ او 'با نفوذه' دیني عالمان او یو شمېر چارواکي به پکې ګډون وکړي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر، د پاکستان د دیني چارو وزیر او همدا راز د ځینو نورو هېوادونو دیني عالمان به هم د دې کنفرانس په ګډونوالو کې شامل وي.
افغان چارواکي وایي، له پخوانیو ورته غونډو سره د دې کنفرانس توپیر دا دی چې د افغانستان او پاکستان د لوړې کچې دیني عالمان به پکې ګډون وکړي او د اسلام له نظره به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د روانې جګړې پر مشروعیت بحث وشي.
د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني بي بي سي ته وویل، له دې کنفرانسه د افغان حکومت تمه دا ده چې هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمېدو لامل شي.
یاده دې وي چې له دې مخکې هم په سعودي عربستان، نایجېریا، مالیزیا، کویت او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان د شخړې پر موضوع ورته کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Najeeb Nangyal
د دغو کنفرانسونو په اعلامیو کې د افغانستان جګړه حرامه او 'ورور وژنه' بلل شوې وه او پر طالبانو یې د ختمولو غږ شوی و.
خو طالبانو هغه مهال په غبرګون کې ویلي وو، هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه نه ده، بلکې د دوی په وینا د اشغالګرو په وړاندې د حق مبارزه ده.
دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې امریکا او ناټو د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی.
اوس یو ځل بیا د ګڼو افغانانو په ذهنونو کې دا پوښتنه راپیدا شوې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې احتمالي دوام به څومره مشروعیت ولري.










