"د افغانستان نژدې شپېته سلنه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري"

د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ورځې سره یو ځای د افغانستان د احصایې ملي اداره وايي د يوې وروستۍ سروې په اساس د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه یعنی ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي.

د دغې ادراې په خبره، دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

ياده اداره وايي، په دغو شمېرو کې د ماشومانو د خوړو د خوندیتوب نشتوالی او د هغوی خوارځواکي هم راځي. د دغې ادارې ویاندې روبینا شهابي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"په ملي کچه د وګړو د خوړو خونديبوت نشتوالی ۹۵.۵٪ دي. که ډلبندي وکړو هغه کسان چې د کالوري له کمښت سره مخ دي ۳۶.۹٪ دي، هغه چې د کالوري له سخت کمښت سره مخ دي شمېر يې په ملي کچه ۲۳.۸٪ کېږي او هغه چې له خوار ځواکۍ کړېږي شمېر يې ۱۵.۶٪ کېږي".

د یوې اووه کسیزې کورنۍ ګټیالۍ ارزو چې په بادغېس ولایت کې د وچکالۍ له امله هرات ته بې ځایه شوې او اوس د هرات ښار شاوخوا ژوند کوي، وايي د دوی په ګډون ډېر شمېر نور بې ځایه شوي په دغه سیمه کې پوره او خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري.

په لغمان ولایت کې هم د وروستیو جګړو له امله یو بې ځایه شوی عبدالرحمن وايي، په علیشنګ ولسوالۍ کې د جګړو له امله له لسګونه نورو کورنیو سره یو ځای د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او د ولایت تر مرکزه یې ځان رسولی. هغه وايي چې نور د خوړو او لومړنيو توکو له کمښت سره مخ کېدونکي دي.

بې وزلي، بېکاري، جګړې او نا امنۍ چې کورني بې ځایه شوي ورسره ډېرېږي او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، دولت هڅه کوي چې د ملي پروګرامونو په مخته وړلو سره د خوړو د خوندیتوب نشتوالي کچه راټيټه کړي.

د دغه وزارت د مالوماتو او اړیکو عامه اړیکو مشرې نوریې نزهت بي بي سي ته وویل، د مدیریت یو پرورګرام د اوبو له سرچینو ګټه اخیستنه ده.

نوموړې وايي،"خوړو ته د لاسرسي نشتوالی مهم علاملونه دا وو چې موږ د خپلو اوبو مديريت په لاس کې نه درلود، زموږ په زراعتي برخه کې هم ډېری ستونزې وې. جنګونه او ناامنۍ هم يو لامل و چې خلکو ته يې د خوارکي توکو د لاسرسي زمينه محدوده کړې وه".

سږ کال د دې ورځې شعار دا ټاکل شوی چې د "خوړو خوندیتوب زمونږ د ټولو مسولیت دی". ملګري ملتونه وایې دا شعار د خوندي او پاکو خوړو په اړه په نړیواله کچه عامه پوهاوی لوړوي او په وینا یې هېوادونه، مدني ټولنې او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې لا ډېر کار ته هڅوي.

د ملګرو ملتونو په وینا د سالم ژوند او د بدن پیاوړتیا لپاره په کافي اندازه خوندي خوراکي توکي لازم دي خو د دوی په وینا دمګړی دا په ځينو هېوادونو کې یوه جدي ستونزه ده.

ملګرو ملتونو ویلي په نړیواله کچه هر کال څه باندې څلور لکه کسان د ککړو خواړو خوړلو له کبله مري او په وینا یې د ناسالمه او ککړو خوړو له کبله څلوېښت سلنه ماشومان په بېلابیلو ناروغیو اخته کیږي چې بیا یې له کبله ۱۲۵ زره ژوند بایلي.