څېړنه: د افغانستان ۳۳ سلنه نفوس سملاسي خوراکي مرستو ته اړتیا لري

د خوړو د خوندیتوب درجه بندۍ نړیوال بنسټ یا (IPC) وايي، په افغانستان کې څه باندې لس میلیونه خلک د خوړو خوندیتوب نه لري او شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دې بنسټ ویلي، د خوړو د کمښت لاملونه جګړه، د خوراکي توکو لوړې بیې او بېکاري دي.

د ای پي سي درې میاشتینۍ سروې ښيي چې د افغانستان ۳۳ سلنه نفوس (۱۰،۲۳میلیونه) د خوړو جدي خوندیتوب نه لري او سملاسي بشري مرستو ته اړ دي. دوی دا څېړنه د روان کال (۲۰۱۹) له اګسټ میاشتې پیل کړې.

په دوی کې ۷،۷۹ میلیونه کسان په بحراني حالت او د ای پي سي په دریمه کټګوري کې دي او شاوخوا ۲،۴۴ میلیونه نور بیا بېړني حالت او د دې بنسټ په څلورمه کټګوري کې دي.

د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ نړیوال بنسټ په خبره څه باندې لس میلیونه کسان په دې برخه کې اندېښمن او په دویمه کټګوري کې دي.

دغه اداره اټکل کوي چې د ۲۰۱۹ له نومبره د ۲۰۲۰ تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۱،۲۹ میلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس ۳۷ سلنه کیږي، د خوړو د نه خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخ شي.

ددوی له ډلې به ۸،۶ میلیونه کسان بحراني حالت او نژدې ۲،۷ میلیونه نور به بېړني حالت کې وي.

ای پي سي اټکل کړی چې په افغانستان کې به ۹،۴۵ میلیونه وګړي په اندېښمن حالت کې ژوند کوي.

خو د افغانستان د پېښو ته د رسېدنې وزیر نجیب اقا فهیم وايي دوی د ای پي سي د رپوټ له شمېرو سره موافق نه دي.

"د ای پي سي رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا له مخنکي رپوټ سره تفاوت لري. د اوچا په رپوټ کې د افغانستان ۶،۳ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخامخ یاد شوي وو او موږ د دوی رپوټ تر ای پي سي واقعیت ته ډېر نژدې ګڼو."

ښاغلی فهیم زیاتوي چې د اي پي سي له دې برخې سره همغږي دي چې وايي شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان نېړنیو مرستو ته اړ دي.

د خوړو نه خوندیتوب دې ته ویل کیږي چې یو کس په ورځنۍ ډول اړین کافي خوراک ونه لري.