تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد کابل کې له غني او عبدالله سره کتلي؛ د ملګرو ملتونو جګپوړی پلاوی هم دوحې ته تللی
د افغان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره مل پلاوي نن (یکشنبه د غبرګولي/جوزا ۱۶مه) کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
له ښاغلي خلیلزاد سره دغه سفر کې د امریکا د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او د نړیوالې پراختیايي ادارې په کډون د بېلابېلو ادارو استازي ملګري دي.
له ارګه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له ولسمشر غني سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د متحدو ایالتونو د بین الوزارتي پلاوي په کتنه کې په ځانګړي ډول د سولې په اړه خبرې او ترڅنګ یې د دوه اړخیزو "سیاسي، دیپلوماتیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو پر دوام" او د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وشو.
د ارګ اعلامیه زیاتوي چې امریکايي پلاوي په دې لیدنه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د متحدو ایالتونو د ۳ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو کلنۍ مرستې د دوام یادونه وکړه او پر امنیتي برخو سربېره یې له افغانستان سره په اقتصادي او د بشري حقونو برخو کې هم ملاتړ ښکاره کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي دغه امریکايي پلاوي ورته ویلي چې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره د یوه خپلواک، متحد، بې طرفه، دیموکراتیک او سوله ییز افغانستان مطلوب هدف ته د رسېدو هڅه کوي.
په ورته وخت کې سپېدار ماڼۍ وايي ښاغلي خلیلزاد د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره لیدنه کې وویل: "له خپل مل پلاوي سره د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اړیکو او همکاریو د نوي باب په اړه خبرې اترې وکړي."
د ښاغلي عبدالله له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې ښاغلي خلیلزاد له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د واشنګټن د مرستو او ملاتړ د دوام د ژمنې ترڅنګ وویل چې "امریکا افغانستان کې د سیاسي اجماع او د سیاسونو او خلکو ترمنځ د یووالي هرکلی کوي".
ښاغلي عبدالله هم له امریکايي پلاوي سره لیدنه کې پر خپل وار د افغانستان له سولې پروسې سره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی.
تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان له حکومتي مشرانو او طالبانو غوښتي وو چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو هڅې چټکې کړي.
د ملګرو ملتونو لخوا د افغان د سولې ملاتړ
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د حکومت د مذاکراتي پلاوي يو شمیر غړو د امنیت او مصئونیت برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال، ژیل میشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په دوحه کې کتلي دي.
دغه وزارت په یوه علامیه کې ویلي: "په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ."
د حکومت د مرکچي پلاوي غړو د ملګرو ملتونو د سرمنشي او افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړې استازې سره لیدنه کې هیله ښودلې چې "د خبرو په دې پړاو کې به پر مهمو او اساسي مسایلو خبرې وشي" او هغه پرمختګ به ترلاسه شي چې "د افغانستان د خلکو د رضا سبب ګرځي".
د ملګر ملتونو دغو چارواکو د طالبانو د قطر سیاسي دفتر له غړو او د مرکچیانو سره هم لیدلي دي.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي د دغه دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي، د یوناما له مشرې او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کې "د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو پر رول او همداسي د سولې وروسته په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر موضوعاتو" خبرې وکړې.
نوموړی زیاتوي: "د اسلامي امارت هیئت ملګرو ملتونو ته یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خپل هوډ څرګند کړ همدارنګه يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو کارکوونکو او په مجموع کې ديپلوماتانو د امنیت او مصؤونیت په اړه ډاډ ورکړ."
د افغانستان د سولې خبرې اترې له څه مودې راهیسې ټکنۍ دي او تر اوسه پکې کوم پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د افغانستان حکومت او طالبان یو بل تورنوي چې سولې ته لیوالتیا نه ښيي او په اساسي مسایلو خبرو ته زړه نه ښه کوي.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي څو ورځې وړاندې دوحې ته ګرځېدلي خو طالبانو سره یې رسمي خبرې لا نه دي پیل شوې.
دوحه کې د سولې بین الافغاني مذکراتو کې د پرمختګ نه کېدو ترڅنګ په افغانستان کې تاوتریخوالی او جنګ جګړې هم زیاتې شوې دي.