تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار او کابل کې بریدونه; ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي سملاسي کمېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د چارشنبې په ورځ د ملي امنیت په صفر دوه ځانګړو ځواکونو چاودنه شوې ده.
بېګا کابل کې د ولسي وګړو دوو کاسټر ګاډو کې د چاودنو له امله لس کسان ووژل او تر دوولسو ټپیان شول.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره یوناما د جګړې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي سملاسي کمېدل غواړي.
د یوناما دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیانی وایي جلال اباد کې د ملي امنیت پر موټر دغه چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او د یوه نظامي په ګډون لس نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې تر اوسه صفر دوه ځانګړو ځواکونو ته دې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې مالومات نه لري.
دا چاودنه د ښار څلورمه ناحیه کې د جلال اباد - تورخم پر سړک د درېمې پلې لېوا مخې ته د صفر دوه ځواکونو د موټرونو په کاروان شوې او تر اوسه یې نوعیت نه دی مالوم.
د خواله رسنیو یو شمېر کارنو لیکلي چې تر چاودنې وروسته یې د سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدلي او سیمې ته نږدې د تیلو یوه پمپ سټېشن هم اور اخیستی دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې وسله والو طالبانو همدا تېره شپه د ننګرهار په هسکه مېنه او پچیر اګام ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ګڼو پروستو بریدونه کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار پر خپل ټویتر په دوو جلا پوستونو کې لیکلي چې هسکه مېنه کې یې درې او پچیر اګام کې د "یوې غټې قرارګاه" په ګډون ۱۳ پوستې نیولې دي.
هغه دغو بریدونکو کې د لسګونو سرتیرو د وژلو، ژوبلولو او نیولو ادعا هم کړې ده.
د افغانستان امنیتي ادارو تر اوسه د طالبانو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ننګرهار ولایتي شورا مرستيال اجمل عمر "بي بي سي" ته منلې چې تېره شپه پچيراګام او هسکه مېنه کې د حکومت لږ تر لږه لس پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
هغه وايي په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی او د ملکي خلکو مرګژوبله هم ورسره لوړه شوې ده.
ملکي تلفاتو ته د یوناما غبرګون
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وايي "جدي اړتیا ده چې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کچه راټیټه شي او د جګړې ټولې ښکېلې خواوې د ملیکانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي."
یوناما وايي یوازې تېره اوونۍ په کندهار، هلمند، اروزګان، سر پل، پروان او کاپیسا کې د درېو ورځو په اووه ثبت شوې پېښو کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د دولتي ځواکونو هوايي بریدونه او طالبانو چاودنې د ملکي مرګژوبلې عمده لامل ګني او زیاتوي چې پر دې سربېره د دواړو خواو غېر مستقیمو ډزو کې هم عامو خلکو ته تلفات اوړي.
یوناما د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د افغانستان د سولې ټکنۍ پروسه کې د پرمختګ پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
کابل کې پرونی برید
د افغانستان پلازمېنې کابل دریمه امنتیي حوزه کې دوو جلا چاودنو کې لس ولسي وګړي ووژل او تر دوولسو ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن خبریالانو ته ویلي، بېګا ماښام نژدې اووه بجې د دریمې امنیتي حوزې په سرکاریز سیمه کې اهل بیت جومات ته مخامخ یو کاسټر موټر د چاودنې ښکار شو. له دې پوره یو ساعت وروسته د ګولایي دواخانه سیمه کې چې د همدې دریېمې امنیتي حوزې اړوند ده، په یوه بل ښاري موټر چاودنه شوې.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی او طالبانو هم ویلي دا برید دوی نه دی کړی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د پېښې ټپیان استقلال، ابن سینا او علي اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.