چین د افغانستان له ډبرو سکرو د برېښنا تولید کې پانګونه کوي

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ارګ وايي، ولسمشر غني د برېښنا شرکت ته امر کړی چې له یاد ګروپ سره د پانګونې د فرصت برابرولو په اړه لازمې ارزونې وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د چینايي پانګوالو یوې ډلې له ولسمشر غني سره په ارګ کې د برېښنا د تولید په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد ګروپ غواړي په افغانستان کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د ډبرو له سکرو په ګټه اخیستو ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

ارګ وايي، ولسمشر غني د برېښنا شرکت ته امر کړی چې له یاد ګروپ سره د پانګونې د فرصت برابرولو په اړه لازمې ارزونې وکړي.

افغانستان په کور د ننه د برېښنا د تولید په برخه کې لویه ستونزه لري، خو د خپلو برېښنايي ستونزو د اوارولو لپاره له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي، چې د وارداتي برېښنا کلنۍ بیه هم له ۲۸۰ تر ۲۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

افغانستان عادي حالت کې له ازبکستان ۴۵۰ میګا واټ برېښنا واردوي، خو وروستیو میاشتو کې تاشکند د خپلې کورنۍ اړتیا له مخې دا برېښنا ۱۵۰ میګاواټه کمه کړې ده.

د برېښنا شرکت په خبره، له دې ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا په لار پرتو ولایتونو کې تر لګېدو وروسته یوازې کابل ته ۱۸۰ میګاواټه برېښنا رسېږي.

کابل

د عکس سرچینه، DAB

افغانستان په وارداتي برېښنا پورې ډېر سخت تړلی دی. اوس دا هېواد یوازې دوه سوه مېګاواټ برېښنا تولیدوي، خو د برېښنا شرکت په خبره، اوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

په ښه حالت کې هم افغانستان تر ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی نه شي.

د افغانستان ۷۷ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي.

افغانستان کې تولیدي برېښنا نژدې ۱۹ سلنه د دغه هېواد اړتیا پوره کوي، چې څلور سلنه له حرارتي او نویېدونکې انرژۍ او پاتې له اوبو تولیدېږي.