دایکندي کې سوختوک برېښنا بند ګټې اخیستلو ته وسپارل شو

GMIC

د عکس سرچینه، GMIC

د افغانستان بریښنا شرکت وايي، په دایکندي ولایت کې سوختوک برییښنا بند ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

دغه اداره وايي، سوختوک بند د ۷۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید توان لري او دا مهال د نیلي ښار زر کورنۍ له دغې بریښنا ګټه اخلي.

سوختوک بریښنا بند په درې سوه متره لوړوالي سره په ولایتي مرکز نیلي ښار کې د لذیر سیند پر ابو د ۴ اعشاریه نهه میلیون ډالرو په ازښت جوړ شوی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، دې بند سره د نیلي ښار د برېښنا پخوانۍ شبکه چې له ډېزلو یې برېښنا برابروله اوس یې د اوبو برېښنا ځای نیسي او دې سره د برېښنا بیه هم خورا ډېره کمېږي:

"پخوا چې د برېښنا بیه تر ۳۵ افغانیو وه اوس شپږو افغانیو ته ټیټه شوې ده."

نوموړی زیاتوي د برېښنا دغه شبکه به له نیلي ښار سره نږدې لکه اشترلي، سنګتخت او نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د سږ کال نور برېښنا بندونه

د مارچ پر ۲۴ کمال خان بند پرانیستل شو.

د عکس سرچینه، NWARA.AF

د عکس تشریح، د مارچ پر ۲۴ کمال خان بند پرانیستل شو.

تېره دوشنبه- د اپرېل پنځمه- د افغانستان د انرژۍ خدمتونو ادارې د بدخشان مرکز فیض اباد کې د شورابک بند د بشپړېدو خبره وکړه.

دا بند جرمني د ۴۵ میلیون یورو په لګښت جوړ کړ چې دریو توربینونو سره تر اته میګاواټ برېښنا تولیدوي او د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برېښنا رسوي.

له کمال خان او شورابک وروسته سوختوتک دریم بند دی چې پر ۱۴۰۰ لمریز کال ګټې اخیستلو ته تیارېږي.

د افغانستان د رسنیو مرکز وايي، تمه ده چې سږکال په هېواد کې د ۴۴ لویو او وړو بندونو د جوړولو چارې پیل شي، چې په دوی کې د ۴۴ بندونو د برېښنا انرژۍ د تولید ظرفیت ۹۷ میګاواټه اټکل شوی دی.

افغانستان کې د برېښنا کمی

برېښنا

د عکس سرچینه، Breshna

د عکس تشریح، د افغانستان اتیا سلنه برېښنا له بهره راځي

افغانستان د برېښنا تولیدولو او او اوبو زېرمولو لپاره د بندونو جوړولو مناسب طبیعي شرایط لري.

خو د اوبو د نه مدیریت له امله د دغه هېواد نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه هېواد کې نږدې ۳۵ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري.

خو افغانستان کې د کارېدونکې برېښنا نږدې اتیا سلنه له ګاونډیو هېوادونو او یوازې شل سلنه په کور دننه توليدولی شي او د ورته بندونو جوړېدو سره خپل کورنی تولید ډېرولی شي.