' د کجکي کاسه ډکه شوه، ژر به هلمند او کندهار ته برېښنا ورکړي'

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان 'برېښنا ' ملي شرکت چارواکي وايي، د هېواد مرکزي برخو کې د ژمنیو پریمانه اورښتونو له کبله د کجکي بند د اوبو کاسه ډکه شوې او تولیدي برېښنا به یې ژر کندهار او هلمند ته ورسېږي.

هلمند کې د برېښنا شرکت ځايي مشر نصرالله قانع بي بي سي ته وویل، تېرو څو ورځو کې د کجکي کاسې د اوبو زېرمه ۶۰ مترو ته لوړه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

تېر کال دوبي کې د سختې وچکالۍ له کبله د کجکې اوبو زېرمه خورا کمه شوې وه او د برېشنا مسوولینو په خبره د اوبو کمېدو کچه ۴۶ مترو ته رسېدلې وه.

له همدې کبله برېښنا مسوولینو پنځه میاشتې مخکې د کجکې برېښنا تولیدولو یو توربین غیر فعال کړی و.

له کجکي هلمند ته مخکې بشپړه برېښنا ورکول کېده، خو هغه مهال برېښنا چارواکو وویل، نه شي کولای هلمند اوسېدونکو ته د اړتیا وړ برېښنا ورسوي.

اوس د شرکت رییس وايي، ډېر ژر به د کجکي توربینونه فعال کړي او نه یوازې د لشکرګاه برېښنا اړتیا به پوره کړي، بلکې ګاونډي ولایت کندهار ته به هم برېښنا ورکړي.

د برېښنا موندلو تر څنګ د هلمند کرهڼې مسوولین هیله من دي چې په کجکي کې به د اوبو له ډېرېدو سره د سیمې کروندې وغوړیږي.

د هلمند کرنې رییس زلمي الکو بي بي سي ته وویل، پروسږکال د وچکالي له کبله د سیمې کروندو په محصولاتو کې نباتي ناروغۍ خپرې شوې وې، چې د اوبو له ډېرېدو سره دوی هیله من دي د دې ناروغیو ورکېدو تر څنګ به محصولات هم ډېر شي.

کجکې د هلمند سیند اوبو مهارولو لپاره جوړ شوی، چې له دې مخکې دغه اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او ان د ایران سیستان تر پوزک او هامون صابري ډنډونو پورې رسېدې.

کجکي

د عکس سرچینه، BRISHNA

د عکس تشریح، د ځايي چارواکو په وینا پروسږ کال په کجکي کې د اوبو لوړوالی ۴۶ متره پاتې و چې اوس ۶۰ مترو ته رسېدلی دی

دا وروستیو کې د سختو وچکالیو له کبله ټوله سیمه کې کرنه او مالداري له ستونزو سره مخامخ وه.

د کجکي ودانیزې چارې په ۱۳۳۲ کال کې د یوه امریکايي شرکت له لوري پیل شوې او د برېښنا تولید لومړی توربین ۱۳۵۱ کال کې پکې فعال شو.

له هغه دوه کاله وروسته یو بل توربین او درېیم هغه بیا څو کاله مخکې پکې نصب شو. د کجکې اوبو کاسه ۱.۷ میلیارده متر مکعبه اوبه ځایوي او ارتفاع یا لوړوالی یې نژدې ۱۰۰ مترو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان هلمند، غور، بادغیس، فاریاب، بدخشان، کندهار او ځینې نور ولایتونه سختې وچکالۍ وځپل، چې له کبله یې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې، خو سږ کال ژمنیو اورښتونو دغه اندېښنې تر یوه حده کمې کړې دي.