امارات افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي

برېښنا

د عکس سرچینه، dba

افغان حکومت او یوه اماراتي شرکت په افغانستان کې د درې زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دا هوکړه لیک د امارات (PAL 4SOLAR energy LLC ) شرکت او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګونې اسانچارې څانګې مشر عطاالله نصیب او د برېښنا شرکت مشر احمد داود نورزي ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چارشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، ډېر ژر به د دې پروژې تخنیکي او لومړنۍ ارزونه پیل شي او بیا به د شرایطو او اړتیاوو څرګندېدلو سره د پانګونې اندازه وټاکل شي.

د هغه په خبره، د دې پروژې لپاره پانګونه او وخت او د لمري برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري.

نوموړي افغانستان کې د انرژۍ ځان بسیاینې لپاره د دې پروژې پلي کېدل مهم ګام وباله.

افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبره، دغه هېواد د دې اړتیا لرې کولو لپاره دا مهال له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدوي چې له درې سوه میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.

د دې وارداتي برېښنا سربېره د افغانستان د برېښنا کلنی کورنی تولید هم د ۲۸۰ او ۳۲۰ میګاواټ ترمنځ اعلان شوی دی.

دې کې څلور سلنه برېښنا د حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې د اوبو بندونو له خوا تولیدېږي.

نږدې څلور کاله مخکې د افغانستان انرژۍ او اوبو وزارت وویل، چې دا اداره تر څلورو کلونو له نوېدونکو سرچینو، لکه اوبو، باد او لمر نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدول او له دې لارې د انرژۍ برخه کې په ځان بسیاینه غواړي، خو د دې ژمنې وخت پوره شو، مګر د پرځایښت لپاره یې لا ډېر واټن شته.

د دې اندازې برېښنا تولیدول نږدې شپږ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

لمر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د لمري برېښنا تولید کوچنۍ پروژې واردمخه پیل شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت د ویاند د مالوماتو له مخې، اوس هم دغه هېواد کې د لمري برېښنا تولید روان دی، خو ظرفیت یا وړتیا ته په پام یې کچه خورا ډېره کمه ده.

دا مهال په کندهار، بامیان او هرات کې له ۴۰ میګاواټو ډېره لمري برېښنا تولیدېږي.

د لمري برېښنا د تولید لپاره د پانګونې خبر په داسې مهال دی چې افغانستان په وارداتي برېښنا د انحصار له امله خپلو وګړو ته د انرژۍ برابرولو له مخې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

ناامني، برېښنا بندونو کې د اوبو کمښت، د ښارونو وده او وروستیو کلونو کې د ورښت کموالی سبب شوي چې د برېښنا برابرول افغان حکومت ته په ننګونه بدل شي.

پر دې سربېره د حکومت مخالف وسلوال کله کله په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا مټو یا پاییو په زیانمنولو سره د برېښنا د پرې کېدو سبب کېږي