د ازبکستان برېښنا پرې کېدو سره کابل او څو نور ښارونه بیا تیاره شول

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېره شپه هم د برېښنا د نشتوالي له کبله د کابل ښار ډېره برخه تیاره وه

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې. د دې تخنیکي ستونزې د برېښنا په پرې کېدو سره کابل او اوه نور ښارونه تیاره شول.

د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغان ښارونو د روښانولو یوه اصلي سرچینه ده.

افغانستان عادي حالت کې له ازبکستان ۴۵۰ میګا واټ برېښنا واردوي، خو وروستیو میاشتو کې تاشکند د خپلې کورنۍ اړتیا له مخې دا برېښنا ۱۵۰ میګاواټ کمه کړې ده.

د برېښنا شرکت په خبره، له دې ۳۰۰ میګاواټ وارداتي برېښنا په لار پرتو ولایتونو کې تر لګېدو وروسته یوازې کابل ته ۱۸۰ میګاواټ برېښنا رسېږي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي بي بي سي ته وویل، افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د پرې کېدو دلیل د هغه هېواد په ګازي بټۍ کې د ستونزې پیدا کېدو له امله دی چې د زر میګاواټ برېښنا تولیدولو وړتیا لري.

د نوموړي په خبره، مالومه نه ده چې کله به دا ستونزه اوارېږي او د ازبکستان مهم ښارونه هم اوس برېښنا نه لري.

افغانستان په وارداتي برېښنا پورې ډېر سخت تړلی دی. اوس دا هېواد یوازې دوه سوه میګاواټ برېښنا تولیدوي، خو د برېښنا شرکت په خبره، اوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

په ښه حالت کې هم افغانستان تر ۶۰۰ میګاواټ برېښنا تولیدولی نه شي.

DAB

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، کله کله د وسلوالو په لاس د برېښنا مټو غورځول هم د برېښنا پرې کېدو بله ستونزه ده.

افغانستان د خپلو برېښنايي ستونزو د اوارولو لپاره له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي، چې د ښاغلي توحیدي په خبره د دې وارداتي برېښنا کلنۍ بیه هم له ۲۸۰ تر ۲۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

له دې مخکې هم د کابل د صنایعو او کانونو خونې ویل چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا کمېدو سره د کابل صنعتي پارک نژدې ۸۰ سلنه کارخونو کار ځنډېدلی او ۱۵ زره کسان هم بې کاره شوي دي.

د افغانستان ۷۷ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي.

افغانستان کې تولیدي برېښنا نږدې ۱۹ سلنه د دغه هېواد اړتیا پوره کوي، چې څلور سلنه له حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې له اوبو تولېدي.

د ویډیو تشریح، پر برېښنا چلېدونکې الوتکې