د سولې خبرې؛ د افغانستان اسلامي‌ جمهوریت مرکچي پلاوی راتلونکې اونۍ دوحې ته ځي

smp

د عکس سرچینه، smp

د عکس تشریح، عطاالرحمان سلیم( له کیڼ لوري دوی) چې افغان پلاوی پوره واک سره دوحې ته ځي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې خبرو مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرو لپاره راتلونکې اونۍ دوحې ته ځي.

د دې پلاوي غړي دا مهال له لوړپوړو افغان چارواکو سره کابل کې خبرې لري او پرون یې د ملي مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي او ټاکلې ده نن یا راتلونکو ورځو کې له ولسمشر غني سره هم وګوري.

د دواړو لورو مرکچي پلاوو د روانې میاشتې پر ۱۳ دوحه کې له خپلمنځي غونډې وروسته وویل 'د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا' په هکله سره غږېدلي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی به دا ځل له ډېر واک سره خبرو ته ډېر ژر قطر ته لاړ شي او له طالبانو به وغواړي چې د سولې تړون ته د رسېدو لپاره بې شرطه خبرې وکړي.

عطاالرحمان سلیم د پنجشنبې ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت روزنیز او پوهنیز پروګرام غونډه کې وویل، افغان پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره پوره چمتووالی لري:

"قطر کې چې طالبانو کوم غږ پورته کړی هیله ده چې هغوی هم ریښتیا پرېکړه کړې وي چې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره له خبرو پرته بله لار نشته. "

خو د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳ د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېیسیون مشر او د دې ډلې یو مرکچي امیر خان متقي حکومت تورن کړ چې د سولې خبرو ځنډولو لپاره پلمې کوي او د حل لاره نه راباسي

خو حکومت په خپل وار طالبان د خبرو په ځنډولو تورنوي او عطاالرحمان سلیم هم وايي: "له طالبانو سره په کلک هوډ او پرېکند ادارې سره خبرو کې ښکېلېږو او هوډ دا دی چې داسې سولې ته ورسېږو چې د دواړو لورو عزت پکې وي. داسې سوله نه غواړو چې یو لوری یا یو پاړکی پکې ذلیل شي او تېرو ناخوالو ته ستانه شو. "

د ملي اجماع هڅو کې پرمختګ

قطر غونډه

د عکس سرچینه، ITA Peace Negotiating Team

نړیواله ټولنه له طالبانو سره د سولې لپاره له افغان حکومت بیا بیا د ملي اجماع غواړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې اجماع لپاره له مخورو جهادي مشرانو او سیاستوالو سره دې وروستیو کې ګوري او غواړي د دې اجماع لپاره دولتي مشورتي شورا جوړه کړي.

په حکومت کې سرچینو بي بي سي ته ويلي، د دې شورا کار بشپړ شوی او راتلونکې اونۍ به لومړنۍ غونډه وکړي.

د سولې چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادری هم ننۍ غونډه کې وویل، د سولې اړوند ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او پام وړ پرمختګ هم شوی دی:

د نوموړي په خبره:"فکري او نظري رنګانګي د جمهوریت د پیاوړتیا ټکی دی، خو دولت متحد دی چې د افغانستان د راتلونکي او له طالبانو سره د سولې لپاره یو ګډ روایت رامنځ ته کړي."