فاریاب کې د نوي والي له بدلېدو وروسته هم احتجاجونه دوام لري

احتجاج
د عکس تشریح، اجتجاج کوونکي وايي، تر هغو به خپل احتجاج روان وساتي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي

د افغانستان شمالي فاریاب ته د نوي سرپرست والي تر ټاکل کېدا یوه ورځ وروسته هم ددغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې احتجاجونه دوام لري.

د اعتراض کوونکو یو مشر احسان ‌الله قوانچ بي بي سي ته وویل حکومت باید د دغو اعتراض کوونکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د فاریاب لپاره دې هغه کس والي وټاکي، چې د دغه ولایت خلک یې غواړي.

نوموړي وويل کوم نوی مرستیال والي چې سرپرست ټاکل شوی ورته احترام لري، خو غواړي چې نوی والي باید معرفي شي.

د تېرو ورځو په څېر په میمنه کې لا هم دولتي اداري تړل شوي.

په میمنې ښار کې لاریون کوونکو د اسلامي جنبش ګوند د مشر مارشال عبد الرشید دوستم پر پلوۍ شعارونه ورکول. فاریاب یو له هغو ولایتونو دی چې ښاغلی دوستم په کې ډېر نفوذ لري.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو بي بي سي ته وویل چې د وروستۍ پرېکړې لپاره د فاریاب د اعتراض کوونکو استازي له دوستم سره په مشوره کې دي.

خو هغه وویل کابل ته د "ښاغلي لغماني ستنول د اعتراض کوونکو غوښتنه وه" او دوی د سیمه ییزو ارګاونو ا دارې له خوا د نوي چارسمبالي والي هر کلی کوي.

فاریاب لپاره نوی سرپرست والي

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د فاریاب مالي او اداري مرستيال د دغه ولایت د سرپرست والي په توګه وټاکل شو.

د دې ادارې دا خبره په داسې مهال ده چې د فاریاب لپاره د افغان حکومت د ټاکلي والي داود لغماني په مقابل کې له څو اونیو راهیسې د مارشال عبدالرشید دوستم پلویانو مظاهرې روانې وې.

اوس د سیمه ییزو ارګانونو اداره خپل فیسبوک کې لیکي: "د فارياب درنو ولسونو په غوښتنه او د ستونزو د حل په موخه؛ د دې ولايت مالي او اداري مرستيال ښاغلی عبدالمقيم راسخ د عبدالباقي زوی د فارياب ولايت د چارو د سرپرستۍ لپاره توظيف کړل شو."

F P

د عکس سرچینه، F P

د عکس تشریح، عبدالمقيم راسخ د فاریاب مالي او اداري مرستيال پاتې شوی دی.

د فاریاب لپاره د والي ګومارلو پر سر هغه مهال جنجال پیل شو چې د افغانستان سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې نږدې میاشت مخکې داود لغمانی دغه ولایت ته وګوماره.

د نوي والي د مخالفت لپاره فاریاب او ور څېرمه ولایتونو بلخ او جوزجان کې هم مظاهرې وشوې، چې د ملي جنبش ګوند نفوذ پکې دی.

د احتجاج کوونکو لویه غوښتنه دا وه چې د والي په ټاکلو یا ګومارنه کې دې له دوی، یانې له ځایي خلکو سره سلا مشوره وشي.

تېره اونۍ چې داود لغمانی د فاریاب یوه پوځي اډه کې د والي په توګه معرفي شو په مقابل کې یې پرلت هم وشو او لاریونوالو ویل چې غوښتنه یې منل شوې نه وي، خپل احتجاج به جاري ساتي.

د مارشال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند دغو پلویانو د یکشنبې په ورځ د نوي والي د ګومارلو لپاره "د رایو صندوق" هم کېښود او ویې ویل "د مختلفو پاړکو استازي" دغو "ټاکنو" کې د نوي والي په توګه پرېکړه کوي.

ځینې سرچینو په هغه ورځ بي بي سي ته وویل، چې د معترضانو ډله کې ۱۴ کسان غوره شول چې نوی والي وټاکي، خو دغو کسانو هم رایه ور کړه چې نو والي باید د مارشال دوستم له خوا "وټاکل" شي.