داود لغمانی: د قانون په چوکاټ کې د فاریاب والي ټاکل شوی یم

د ویډیو تشریح، داود لغمانی: د قانون په چوکاټ کې د فاریاب والي ټاکل شوی یم

د فاریاب نوی والي محمد داود لغمانی رسنیو ته په یوه استول شوي کلیپ کې وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان یې تېره ورځ د فاریاب د نوي والي په توګه کار پیل کړ.

ښاغلی لغماني وايي، د والي په توګه یې ګومارنه د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ ده.

نوموړی وايي، د ښې حکومتولۍ، متوازن انکشاف او ولسوالیو ته د پام اړول به یې لومړیتوب وي.