کابل کې اورلګېدنې ۷ کسان ووژل؛ سوداګر د ور اوښتو زیانونو جبران غواړي

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د پلازمېنې کابل شمالي دروازې ته نږدې د تېرې شپې اورلګېدنه کې لږ ترلږه ۷ کسان مړه او ۱۴ ټپي شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین بي بي سي ته وویل دا لومړني ارقام دي او ښايي بدلون په کې راشي.
دا اور تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل د شکردرې ولسوالۍ په کاریزمیر سیمه کې د نفتي توکو په لېږدونکو موټرونو کې لګېدلی او وروسته د تیلو یو نږدې پمپ سټیشن ته هم خپور شوی دی.
دا موټرونه کابل ته د ننوتلو د اجازې لپاره منتظر وو.
کورنیو چارو وزارت وايي مقررات دا دي چې ستر باروړونکي موټرونه د شپې له ۹ بجو وړاندې ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري او بیا په نوبت اجازه ورکول کېږي.
تر اوسه د دې پېښې لامل مالوم نه دی او د کورونیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي دا ترهګریزه پېښه نه ده.
د تېرې شپې د دې اورلګېدنې له کبله افغانستان ته د وارداتي برېښنا راغځېدلي مزي پرې او له تېرې شپې د پلازمېنې کابل په ګډون د څو ولایتونو برېښنا پرچاو شوې وه.
د افغانستان برېښنا شرکت نن سهار وویل د وارداتي برېښنا یو مزی یې تړلی او پر بل کار روان دی.
دغه شرکت غرمه مهاله پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې دویم مزی هم یې تړلی او په دې توګه کابل او نورو ولایتونو ته د وارداتي برېښنا جریان بېرته پیل شوی.

د عکس سرچینه، Social Media
له دې سره رپوټونه وايي چې یو شمېر چلوونکو د کابل- شمال لویه لار د اعتراض په ډول تړلې ده.
دوی د تېرې شپې اورلګېدنه کې د ور اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان ته د تېلو او ګازو لېږدونکي موټرونه د اور خوراک کېږي او له کبله یې د سر او مال زیان اوړي.
د تېرې سلواغې/دلوې په ۵ مه د هرات اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې پراخ اقتصادي زیانونه واوړل.
چارواکو هغه مهال ویلي چې دې اورلګېدنه کې د تېلو لسګونه ټانکرونه او نور باروړنکي موټرونه سوځیدلي او د شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.







