اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدنه

د ویډیو تشریح، هرات کې اور

د افغانستان لوېدیځ اسلام کلا ګمرک کې د ایران پولې ته څېرمه اورلګېدنه د تېرې ورځې ماسپښین له یوې بجې راهیسې تر ۲۰ ګړیو تېرېدو تر اوسه په بشپړ ډول نه ده مهار شوې.

افغان چارواکي وايي "د ۴۰ تر ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت نژدې ۵۰۰ ټانکر سوځېدلي". د مالیې وزارت او د هرات د والي دفتر وايي، تر اوسه د اوښتي زیان دقیقه کچه مالومه نه ده.