ولسمشر غني په کندهار کې: پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته له رسېدا وروسته یوې غونډې ته وویل،‌ پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې دوه غوراوي لري، یا به د ګټلو سیاست غوره کوي، یا به د بایلو سیاست انتخابوي.

دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې ولسمشر غني د پاکستان په هکله ورته څرګندونې کوي.

د نوموړي په خبره، د ګټلو سیاست دا دی چې پاکستان دافغانستان اسلامي جمهوریت او ولس سره د دوستۍ تړون وکړي. ولسمشر غني وویل:

"امنیتي تړون ته به راشو چې پس له دې د دوی مداخله افغانستان کې ودرېږي. طالبان دې د سولې مېز ته راولي."

نوموړي دې خبرو کې له پاکستان وغوښتل چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان راتلونکې وده افغانستان پورې تړلې ده. افغان ولسمشر وویل: "د دوی وده موږ پورې تړلې ده لکه د هلمند اوبو کیلي ستاسو لاس کې ده دا ډول د رېل پټلي ستاسو لاس کې ده."

صالح: ډېری وسلوال پاکستان کې روزل شوي

صالح

د عکس سرچینه، Arg

تر ولسمشر غني مخکې د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح دې غونډې ته وویل، هر لس وسلوال چې افغانستان کې نیول کېږي اته یې پاکستان کې روزل شوي دي.

هغه خپله وینا کې د شپږ نیمو بجو امنیتي غونډو مشري ته په اشاره وویل: "زه د شپږ نیمو بجو غونډو مشري کوم او د امنیتي میثاق مشري کوم، والله بالله چې هر لس ترهګر موږ نیسو حد اقل اته یې په پاکستان کې روزل شوي دي".

هغه د کندهار ارغنداب کې وروستۍ جګړې ته په اشاره وویل، طالبانو هره ویاله، کوڅه او باغ کې ماینونه ښخ کړي دي. ښاغلي صالح زیاته کړه:

"په ټول افغانستان کې د ماین جوړولو فابریکه نشته، کابل کې د لس زرو تر شل زره ټنه امونیم نایتریت ځانګړي موادو نه ماینونه جوړېږي او د پاکستان له خوا طالبانو ته ورکول کېږي".

د نوموړي په خبره، که سبا دا لړۍ ختمه شي، یانې دا مواد پاکستان طالبانو ته ور نه کړي، نو طالبان درې میاشتې هم جګړه نه شي کولی.