جو بایډن: د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ختمولو وخت را رسېدلی، خو افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن تائید کړې ده چې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په پوځي توګه نه.

ښاغلی بایډن چارشنبه سپنې ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو وخت رارسېدلی. نوموړي زیاته کړه:

"له خپلو متحدینو، ملګرو، پوځي او استخباراتي مشرتابه، مسلکي کسانو، دیپلوماتانو، کانګرس او مرستیال ولسمشر سره له سلا مشورو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه باید پای ته ورسېږي، اوس وخت راغلی چې امریکايي پوځیانو خپلو کورنو ته ستانه شي. موږ به له خپلو متحدینو او ملګرو سره یو ځای د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرستو ته دوام ورکړو ، موږ نژدې ۳۰۰ زره افغان پوځیانو ته روزنه او تجهیزات ورکوو او دوی د خپل هېواد لپاره او د خپلو خلکو دفاع لپاره په زړورتیا سره جګړه کوي ".

امریکایي ولسمشر زیاته کړه چې د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو نور داسې کوم دلیل نشته چې امریایي پوځیان دې افغانستان کې پاتې شي. هغه وویل:

"موږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هغو خبرو ملاتړ کوو چې ملګري ملتونه یې اسانتیا برابروي. موږ افغانستان ته د یوه وحشتناک برید له کبله تللي وو، چې ۲۰ کاله مخکې رامنځته شو، خو دا داسې دلیل نه دی، چې موږ ۲۰۲۱ کې هم هلته پاتې شو. له طالبانو سره جګړې ته د ستنېدو پر ځای به زموږ تمرکز پر هغو ننګونو وي چې زموږ دریځ به تعینوي، نن ته او راتلونکو کلونو ته پام وکړو ".

په ورته وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره غږېدلی. ښاغلي غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د پرېکړې درناوي کوي او ټینګار یې کړی چې افغان پوځ د خپلو خلکو او هېواد دفاع کولای شي.

امریکا به د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې، یعنی پر نیویارک او پنټاګون د القاعدې د بریدونو شلمې کلیزې تر سمبولیکې نېټې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

ولسمشر جو بایډن ویلي: "موږ نشو کولی نور په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون ته دوام ورکړو او په دې تمه و اوسو چې د ایستلو لپاره به یې مناست شرایط برابر شي. موږ به افغانستان کې په پوځي توګه ښکېل نه یو، خو دیپلوماتیک او بشر دوستانه کار به مو دوام ولري. موږ به د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو ".

دا مهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د ناټو ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت دي، او جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د دې جګړې مسئولیت ور په غاړه دی.

بلېنکن: افغانستان کې مو خپل هدف ترلاسه کړی

بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایی، هغه هدف ترلاسه شوی د کوم لپاره چې امریکا شل کاله وړاندې له ناټو سره یو ځای افغانستان ته پوځیان استولي وو.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې چارشنبه بروکسل کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یو ګډ خبري‌ کنفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل: "دا زموږ د ټلوالې لپاره یوه مهمه شېبه ده. کابو شل کاله وړاندې د سپتمبر پر ۱۱مه پر امریکا تر بریدونو وروسته موږ په ګډه افغانستان ته لاړو. غوښتل مو د بریدګرو چاره وکړو او پرېنږدو چې افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو لپاره پټنځای شي چې غواړي پر موږ برید وکړي. موږ په ګډه ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی دی. اوس د دې وخت دی چې خپل پوځیان بېرته راولو".

هغه وویل،‌ راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به له افغانستانه په خوندي او منظمه توګه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره له ناټو سره په همغږۍ کار کوي.‌

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکي ته یې ژمنه پر ځای ده او په دې اړه به له ناټو هېوادونو سره خبرې کوي.

بل لور ته د (اې اېف پي) خبري اژانس ویلي، امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسه به نن د افغانستان پر موضوع خبرې کوي.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، تمه کېږي چې ناټو هم له امریکا سره یو ځای تر سپتمبر میاشتې خپل پوځیان له افغانستان وباسي.

"بریتانیا هم ښایي تر سپتمبر خپل پوځیان وباسي"

بل لور ته بریتانوي رسنیو هم ویلي، داسې تمه کېږي چې په افغانستان کې د بریتانیا پاتې پوځیان به له امریکايي ځواکونو سره هممهاله تر سپتمبر میاشتې له دې هېواده ووځي.

بریتانوي پوځیان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې دي او له القاعده او طالب وسله والو سره په جګړو کې د دې هېواد ۴۵۰ سرتېري وژل شوي دي.

د بریتانیا جګړه ییز پوځیان ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ووتل، خو د ناټو له لوري د افغان ځواکونو روزنې برخه کې یې ۷۵۰ پورې پوځیان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

ناټو بیا - بیا ویلي چې د دوی پوځیان به یو ځای له افغانستانه وځي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، د بریتانوي پوځیانو حضور پروګرام کې هر ډول بدلون به له امریکا او ناټو سره په تفاهم او له متحدینو سره له سلا مشورې وروسته رامنځته کېږي.

د دغه وازرت چارواکي وايي، د (یوه باثباته او خوندي افغانستان ملاتړ) لپاره له اییتلافي ملګرو سره شریک کار کوي.

دفاع وزارت وايي، د تل پاتې سولې او ټیکاو په موخه باید طالبان له افغان حکومت سره په بامقصده خبرو کې برخه واخلي.

بل لور ته امریکايي چارواکي وايي، له افغانستانه به امریکايي پوځیان د سپتمبر تر ۱۱ پورې ووځي او د چهارشنبې پر ورځ به ولسمشر جو بایډن په دې هکله رسمي اعلان وکړي.