د پاکستان پارلماني پلاوي سفر ځنډېدل؛ ولسي جرګه له امنیتي چارواکو ځواب غواړي

د افغانستان ولسي جرګې د کابل حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ګواښ له امله چي د پاکستان د پارلماني پلاوي الوتکې د ستنېدو سبب شو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان او د ملي امنیت ریاست مشر استجوابیه غونډې ته ور وبلل.

د دغه هوايي ډګر کنټرول خونې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د کېناستو اجازه ور نه کړه او دا پلاوی چې په درې ورځنۍ لیدنه کابل ته په لار وو، اسلام اباد ستون شو.

هغه مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل: "الوتکه کوزېدو ته نږدې وه، خو کنټرول خونې د هوایي ډګر د بندېدو خبره وکړه."

د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځي هم بي بي سي ته وویل، هوايي ډګر کې د باروتو شنډولو له امله د پاکستاني پلاوي او نورو الوتکو ته د ناستې اجازه نه ده ور کول شوې.

تر دې پېښې وروسته ولسي جرګې په یوه مکتوب کې اړوند امنیتي چارواکي د استجواب لپاره د شنبې ورځې غونډې ته ور بللي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو لوی سلاکار عبدالتواب دانش د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، ان بهرنیو ځواکونو افغان پوځ ته هم اجازه نه ده ور کړې چې د باروتو شنډولو سیمی ته لاړ شي.

نوموړی وايي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو پر سرپرستانو او ملي امنیت ریاست پر مشر سربېره د هوايي چلن ادارې رییس، د هوايي ډګر عملیاتي مشر او نور هغه چارواکي د ولسی جرګی استجوابیه جلسی ته غوښتل شوي چې هوايي ډګر کې مسوول دي:

"کابل هوايي ډګر کې امنیني ګواښ له امله دوی اسلام اباد ته ستانه شول اوس دوی په دې را بلل کېږي چې ولې په داسې ورځ دا امنیتي ګواښ و چې قیصر کابل ته راته."

ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان پارلماني پلاوی ور بللی و، خو له حکومت سره یې دې برخه کې همغږي نه درلوده.

خو ښاغلی دانش دا ردوي چې د پارلمان او حکومت ترمنځ د اختلاف له امله دې پلاوي ته خنډ جوړ شوی وي او زیاتوي ولسي جرګې له حکومت سره د سفر ټوله همغږي کړې وه او ټاکلې وه چې دا پلاوی پر نورو چارواکو سربېره له ولسمشر غني سره هم وګوري.

نوموړی وايي، د پاکستان د پارلماني پلاوي د هرکلي لپاره د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او نور غړي او د پاکستان سفیر هوايي ډګر ته تللي وو او په خپلو غوږونو یې د چاودنې غږ واورېد او د امنیتي ګواښ له امله یې الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړل شوه