د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ اپټا تړون "له سیاسي ستونزو اغېزمن دی"

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یا "اپټا" هوکړه د دواړو هېوادونو د سیاسي ستونزو تر اغیز لاندې ده.

دغه فدراسیون که څه هم چې په دې برخه کې له درې میاشتنۍ تازه هوکړې هرکلی کوی خو وايي دواړه هېوادونه تر ډېره د دغې ستونزې د هواري لپاره کار نه کوي.

د سوداګرۍ خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي سره مرکه کې ویلي، کابل او اسلام اباد ته پکار دي نړیوالو اصولو او نړیوال تجارت اصولو له مخې دا تړون لاسلیک کړي:

"دې برخه کې باید د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتورو د ستونزو د حل وړاندیزونه په پام کې ونیسي . موږ له لسو کلونو ستونزو سره مخ یو او وړاندیزونه مو دواړو غاړو ته ور کړي دي. "

د نوموړي په خبره، اپټا تړون کي د خنډونو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګري له دریو میلیاردو یو میلیارد ته کمه شوې: "زموږ تر یو لکو اتیا زرو کانتینر سوداګري چې له کراچۍ بندر کېده تر شل پنځه ویشت زرو ته ټیټه شوه. "

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا 'اپټا ' تړون پرون په کابل کې تمدید او لاسلیک شو. د دواړو هېوادونو چارواکو کابو یوه میاشت مخکې د دریو میاشتو لپاره د دغه تړون غځېدو پر سر هوکړه کړې وه.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د اپټا تمدید د پای ته رسېدو تر وخته کېدای شي، د دغه تړون نوې بڼه لاسلیک ته چمتو شي.

افغانستان ټنیګار کوي، چې د اپټا تړون نوې بڼه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر معیارونو برابره جوړه شي.

که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي او په بدل کې به یې پاکستان د افغانستان له لارې د منځني اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.

د تړون تمدید شوې بڼه په کابل کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني او په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړۍ وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود لخوا لاسلیک شوه.

کابو یوه نیم میاشت مخکې د پاکستان کابینې او وروسته بیا افغان چارواکو د دریو نورو میاشتو لپاره د اپتا تړون غځېدو پرېکړه په دې موخه وکړه، چې د دغه تړون اصلاح کېدو لپاره وخت وموندل شي.

افغان چارواکي تمه لري، چې د اپټا تړون د سوداګرۍ نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ او لاسلیک شي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احمد فواد احمدي بي بي سي ته وویل، د اپټا نوی چمتو کېدونکی تړون به د پاکستان له لارې هند ته د افغان سوداګرۍ برخلیک وټاکي.

''زموږ ټینګار پر دې دی چې د اپټا نوی تړون باید د سوداګرۍ له نړیوالو معیارونو سره سم چمتو شي. په لومړیو کې پاکستاني لوري زموږ دا غوښتنه نه منله خو وروسته یې ومنله، دا چې پاکستان غواړي د افغانستان له ترانزیټي لارو د منځني اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي نو موږ هم غواړو د پاکستان ترانزیټي لارو په واسطه هند ته مستقيمه لار پیدا کړو. ''

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د اپټا تړون تمدید هرکلی کړی، خو د دغې خونې مشر محمد یونس مومند په کابل او اسلااباد کې له مشرانو غوښتي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري د سیاسي اړیکو له اغېزه لېرې وساتي.

د هنداو پاکستان تر منځ سیالۍ او ناندریو تل د اپټا تړون پر عملي کېدو ناوړه اغېز کړی. د اپټا تړون په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو.

افغانستان ادعا لري، چې پاکستان تل له دغه تړونه په یو اړخیز ډول ډېره ګټه اخیستې او له دې سره سره چې پاکستان د افغانستان له لارې منځني اسیا ته صادرات پیل کړي، خو بیا هم پاکستان افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې د کابل او ډيلي تر منځ سوداګري ترسره شي.

په تېرو کلونو کې د اپتا تړون اصلاح کېدو په موخه د دواړو هېوادونو د لوړه رتبه چارواکو تر منځ کابو ۱۰ غونډې شوې دي.