تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند : د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندانۍ سرپرست د وسله والو په برید کې وژل شوی
د هلمند سنګین ولسوالۍ امنیه قومندانۍ سرپرست عبدالحمید سروري د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.
دغه بریدونه تېره شپه ناوخته د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو شوي، چې د سرپرست عبدالحمید سروري تر څنګ دوه سرتېري هم پکې وژل شوي دي.
وسله وال طالبان وايي، دغه بریدونه د دوی دوو تنو نفوذي کسانو کړي او ادعا کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لس کسان یې وژلي دي.
د هلمند پولیسو ویاند محمد زمان همدرد وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۵ بریدګر وژل شوي او اووه تنه ټپیان دي.
بل لور ته په پلازمېنه کابل کې پولیس وايي، نامعلومو وسله والو د ملي امنیت ادارې یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.
د پولیسو په وینا پېښه له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې اووه بجې د اوومې ناحیې په غیبي کلا سیمه کې شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او پولیس وايي، یو مشترک امنیتي ټیم د پېښې په هکله معلومات راټولوي.
بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وردګو په بهسود ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او نن (شنبه) دویم پړاو ته داخل شوي دي.
د افغانستان دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیا وايي، دا عملیات د طالبانو او یوه ځايي غیر مسوول وسله وال قومندان عبدالغني علیپور پر ضد دوام لري.
ښاغلي ضیا په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پوځي عملیاتو تر څنګ د مرستو رسولو لړۍ هم پیل شوې او هلته بیا رغاونه کېږي، چې د جګړې له کبله زیان رسېدلی دی.
بهسودو کې له هغه وروسته پوځي عملیات پیل شول، چې د غیر مسوولو وسله والو یوه قومندان عبدالغني علیپور کسانو پوځي چورلکه وویشته او د څلورو پیلوټانو په ګډون نهه پوځیان پکې ووژل شول.