تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بایډن حکومت ټاپي پروژه او "د طالبانو نللیکه" کې رول نه لري
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا حکومت د ټاپي پروژې هیڅ مالي ملاتړ نه دی کړي.
دا غبرګون له هغه وروسته دی چې امریکايي رسنیو وویل، واشنګټن "د طالبانو نللیکې" ملاتړ کوي، خو په کور د ننه یې د خامو تېلو د لېږد نللیکه ځنډولې ده.
تېره میاشت واشنګټن اګزیماینر رسنۍ ولیکل، ټاکلې ده د ترکمنستان نللیکې د امنیت لپاره چې له افغانستان تېرېږي طالبانو ته د دې لیکې د امنیت خوندیتوب لپاره "د تېرېدو حق" ور کړل شي.
دغو رسنیو په امریکا او ترې بهر کې د دوو نللیکو په هکله د بایډن ادارې پر دوه ګوني سیاست نیوکه کړې وه.
په دې تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه برېښلیک یا ایمېل کې دې رسنۍ ته ویلي: "متحده ایالتونو تېره فرورۍ ترکمنستان ته د طالب پلاوي په سفر کې هیڅ رول نه درلود او د دې بحثونو په هکله د نظر څرګندولو لپاره هیڅ دریځ نه لري. د امریکا حکومت د تاپي پروژې هیڅ مستقیم مالي ملاتړ نه دی برابر کړی. "
ښاغلي بایډن سپينې ماڼۍ ته د تللو په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان صادرولو سره د چاپيریال ساتلو په خاطر د کیسټن نللکې د پلي کېدو اجازه لیک لغوه کړه.
ټاکلې وه دا نللیکه اته لکه دېرش زره بیرله ټینګ خام تېل د کاناډا له البرټا د امریکا نبراسکا ته ولېږدوي.
جو بایډن او امرستیالې یې کماله هریس افغانستان کې د نللیکې د پروژې په هکله څه نه دي ویلي.
دا نللیکه چې اوس د پلیتوب پړاو کې ده، ټاپي بلل کېږي او له ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي.
طالبانو هم د تاپي د پلیتوب هرکلی کړی او ډېر شنونکي د طالبانو اوڅارېدل یا ظهور هم د دې پروژې له امنیت خوندیتوب سره تړلی بولي.
له منځنۍ اسیا سوېلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو دا پروژه له دریو لسیزو مطرح ده.
خلیلزاد څه رول لري؟
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې نللیکې د جوړېدو لپاره د ۱۹۹۰ لسیزې وروستیو کې د امریکايي شرکت یونیکال له خوا سیمې ته سفر او له طالبانو سره یې هم سلا مشورې درلودې.
د رپوټونو له مخې د ۱۹۹۷ کال ډسمبر کې د طالبانو استازي د یونیکال په بلنه د امریکا هوسټن ښار ته لاړل چې د دې ګازي نللیکې پر غځولو ور سره خبرې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد هم خپل یاداښت کتاب -استازي- کې لیکلي، د ۱۹۹۰ لسیزې منځنیو کې کیمبریج انرژۍ ادارې ترې غوښتي و چې د یونیکال تېلي شرکت د شونتیا ارزولو پلټنه کې ګډون وکړي.
امریکا کې د جمهوریپالو او ډیموکراټانو تېرو حکومتونو د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد پروژې ته د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو د ځان بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا په سترګه کتل.
رویټرز خبري اژانس تېر اکتوبر کې- چې ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ واکمن و- رپوټ ور کړ چې نوموړی د افغانستان، ترکمنستان او امریکا درې ګوني پلاوي کوربه و او ویل کېدل چې د تاپي پروژې په ګډون د ګاز او برېښنا د لېږدو لپاره به د بېخ بنسټو پروژو په پېژندلو او پلي کولو کې ګډ کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي، متحده ایالتونه له مودو راهیسې د افغانستان او منځنۍ اسیا کې یې د هغو ګاونډیانو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د نښلول کېدو د پیاوړتیا، سوداګري زیاتېدو، اقتصادي ودې او د انرژۍ او ټرانسپوټ بېخ بنسټو پروژو د ښه والي لپاره یې کوي.