افغان سوله؛ "ترکیه کې کېدونکې غونډه د دوحې بهیر ځایناستې نه ده"

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغان سولې په اړه هغه غونډه چې ټاکل شوې راتلونکې اپرېل میاشت کې د دې هېواد په کوربتوب ترسره شي، د دوحې بهیر ځایناستې نه ده.

مولوت چاوش اوغلو نن جمعه د ترکیې ملي تلویزیون 'ټي ار ټي ' سره خبرو کې وویل، دغه ناسته دوحه کې د روانو خبرو په ملاتړ او له قطري چارواکو سره په همغږۍ جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې دې غونډه کې د افغان حکومت چارواکي او د طالبانو استازي ګډون وکړي.

ښاغلي چاوش اوغلو وویل،‌ د ا ناسته به اپرېل میاشت کې ترسره کېږي، خو نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې او دا هم نه ده مالومه چې د ترکیې کوم ښار کې به وي.

نوموړي وویل، ترکیه غواړي چې دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي،‌ او له همدې کبله دوی دې لړ کې خپلې هڅې کوي.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پرون پنجشنبه ویلي وو، د مارچ په اتلسمه د افغان سولې په تړاو مسکو کې کېدونکې غونډه هم د دوحې بهیر سره په ټکر کې نه ده.

افغان حکومت منلې ده چې دې ناستې ته به یو پلاوی استوي، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د پلاوي غړي به څوک وي.طالبانو هم منلې چې د روسیې حکومت د مسکو ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې،‌ او دوی یې په اړه سلا مشوره کوي.

"افغان کشاله کې د ترکیې رول مهم دی"

د ترکیې د بهرنی چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو ویلي، هېواد یې د افغانستان په روانه کشاله کې یو مهم اړخ دی او افغان حکومت او طالبانو دواړو ورنه غوښتنه کړې چې د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.

نوموړي همدا راز اعلان وکړ چې ترکیه غواړي د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی هم ونوموي.

ښاغلي چاووش اوغلو وویل، له طالبانو سره په اړیکه کې دي او دې ډلې ته یې سپارښتنه کړې ده چې د خبرو په درشل کې خپل بریدونه ختم کړي،‌ ځکه جګړه او خبرې په یو وخت نشي‌ کېدلای.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم څو ورځې وړاندې بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، ترکیه د افغانستان یو ملګری هېواد دی او دوی د افغان سولې بهیر کې د دې هېواد هڅې ستایي.

ترکیه او روسیه داسې مهال د افغان سولې خبرو کوبتوب ته چمتو شوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ روان بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

دواړه خواوې له څو میاشتو راهیسې په دوحه کې په خبرو بوخت دي، خو لا یې هم کومه مهمه پرېکړه یا لاسته راوړنه نه ده لرلې.

بل لور ته امریکا هم پر افغان حکومت غږ کړی چې د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي او له طالبانو سره د افغانستان راتلونکي په اړه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.