'امریکا باید د افغانستان په بې پایه اوږده جګړه کې ښکېله پاتې نه شي'

د امریکا د ولسمشر جو بایډن دولت د ملي امنیت د موقتې ستراتیژۍ لارښود خپور کړی دی.‌

په دې لارښود کې د افغانستان په اړه راغلي، په پام کې نه ده چې د امریکا نوی دولت په یوه ناپایه جګړه کې،‌ چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی، ښکېل پاتې شي،‌ بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په مسئولانه ډول پای ومومي.

د ولسمشر بایډن د ادارې لخوا د امریکا د ملي امنیت لپاره په اعلان شوي لنډمهالي ستراتیژیک لارښود کې د افغان جګړې په تړاو ویل شوي، امریکا به تل پاتې جګړو کې چې ټریلیونونه ډالر لګښت پرې راځي او د زرګونو کسانو ژوند اخلي، نه ښکېلېږي.

دا ستراتیژي پر دې هم ټینګار کوي، چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای نه بدلېږي او په دې برخه کې د امریکا له متحدانو سره د ګډ کار ژمنه کوي.

خلیلزاد په کابل کې

په همدې حال کې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي، افغان دولت او طالبان باید یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او د دایمي اوربند ټینګېدو لپاره یوه لاره ومومي.

دی وايي، د یوې عادلانه او پایېدونکې سولې په موخه د یوه ګړندي خوځښت اړتیا لپاره کابل کې پراخ ملاتړ شته.

زلمی خلیلزاد زیاتوي چې د کابل د سفر پر مهال یې له افغان چارواکو، مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره کتنې او سلامشورې ګټورې وې.

دا په امریکا کې واک ته د جو بایډن له رسېدو راوروسته افغانستان ته ښاغلي ‌خلیلزاد لومړنی سفر و.‌

هغه د خپل دغه سفر په تړاو په خپرو کړو ټویټونو کې لیکلي، کابل کې یې د کتنو پرمهال د سولې بهیر د چټک پرمختګ لپاره پر ګڼو غوراویو او بدیلونو خبرې کړې دي.

د مشارکتي حکومت جوړېدو بحثونه

د ځینو لوېدیځوالو رسنیو په رپوټونو کې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا راغلي، چې په وروستیو کې له افغان چارواکو سره د یوه مشارکتي حکومت د جوړېدو په ګډون پر بېلابېلو غوراویو بحثونه شوي دي.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد اوس له طالب استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي.