تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا-طالبانو د هوکړې کلیزه؛ یوه کال کې څومره پرمختګ شوی؟
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شاوخوا دوه لسیزو جګړو وروسته تېر کال په همدې ورځ د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
په دغه هوکړه کې دواړو غاړو له یو بل سره ژمنې وکړې چې له ډلې یې په څوارلسو میاشتو کې به امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان به افغان خاوره د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې نه کاروي او د بین الافغاني خبرو د پیل یادونه پکې شوې وه.
دواړو لورو څومره په دغې هوکړې عمل کړی او د تېر کال د حوت له میاشتې د دې کال تر همدې میاشت د هوکړې له لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې په محور کې څومره پرمختګ شوی دی.
امریکا او طالبانو له شاوخوا اتلس میاشتو سختو او پېچلو مذاکراتو وروسته په ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري له ۲۹سره سمون خوري په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.
دغه هوکړه د امریکا له لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مسئول ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړه.
ښاغلي برادر په جوړو مراسمو کې د شوې هوکړې پر عملي کولو د ژمنتیا په تړاو خبرې وکړې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره یې د ښو او مثبتو اړیکو ټینګار وکړ.
په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر مایک پمپیو هم له طالبانو وغوښتل چې پر ژمنو ودرېږي او د داعش پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي. پمپیو ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي زیاتېدل هوکړه زیانمنولی شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه څلور لویې برخې لري.
له طالبانو دا ضمانت چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې به د افغانستان خاوره نه کاروي.
له افغانستانه په څوارلس میاشتو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش.
او له هوکړې لس ورځې وروسته د مارچ په لسمه په ټول هېواد کې د بین الافغاني مذاکرتو پیل سره د اوربند پر ټینګښت بحثونه او مشورې یې عمده ټکي وو.
د همدې هوکړې له مخې، امریکا په افغانستان کې په دریو پړاوونو کې د خپلو ځوکوانو شمېر ۸۶۰۰ بیا ۴۵۰۰ او یوه میاشت وړاندې هم ۲۵۰۰ کسانو ته راټیټ کړ.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک پر مهال د افغان دولت هېڅ کوم استازي برخه نه لرله.
د دغه هوکړې سره هم مهاله د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي قومندان ین سټولټنبرګ افغان پلازمېنې کابل ته سفر وکړ او واشنګټن او کابل ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
په دې اعلاميه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په موخه د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار شوی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د دوو برخو هرکلی کوي چې یو یې یې د تاوتریخوالي کمښت چې د دایمي اوربند لامل کېږي او بل د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي، خو هغه همدا راز وویل چې د هوکړې ځینې برخې بیا کتنې ته اړتیا لري او طالبانو سره به په مخامخ مذاکراتو کې شریک کړل شي.
خو د طالبانو او امریکا د شوې هوکړې یو اساسي خو په ورته مهال جنجالي برخه دا وه چې د لسو ورځو په موده کې دې د طالبانو پنځه زره بندیان او له طالبانو سره د حکومت زر بندیان ازاد او بیا د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو پیل و. هغه موضوع چې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ یې جدي جنجال راپورته کړ..
افغان حکومت دې ته چمتو نه شو چې په ټاکلې موده د هوکړې پر بنسټ له خپلو بندخونو طالبان خوشې کړي.
خو وروسته یې لږ لږ طالبان له زندانه خوشي کړل، مګر له ډلې یې څلور سوه هغه افغان حکومت خطرناک یاد کړل او وویل چې د دوی پر وړاندې د حق العبدي ادعا ده او دولت نه شي کولی هغوی له بنده خوشې کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغوو څلور سوه زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو د اسد میاشتې په اولسمه د سولې لویه مشورتي جرګه را وبلله چې شاوخوا درې زره کسانو پکې ګډون کړی و.
لویې جرګې هم له درې ورځو سلا مشورو وروسته د طالبانو د څلور سوه زندانیانو خوشې کېدو ته مثبته رایه ورکړه، خو عملې کېدو یې بیا هم وخت ونیوه.
که څه هم چې د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم باید د افغانانو ترمنځ خپل مینځي خبرې د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۲۱ پیل شوې وای، خو کابو له اوه میاشتني ځند وروسته سږ کال د سنبلې په ۲۲ نېټه د قطر په مرکز دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې.
د افغان دولت د ۲۱ کسیز پلاوي غړو مشري د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر غاړه لرله او د طالب لوري د شل کسیز ټیم مشري بیا ملا عبدالغني برادري کوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خپل قطري سیال سره په ګډه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې او پرانیستي مشري پر غاړه لرله.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دغه ناسته کې د اختلافونو د لرې والي او د خلکو د ارادې له مخې پر حل لار خبرې وکړې او د بشرپالنې له مخې یې د اوربند غوښتنه وکړه.
خو مقابل لوري ملا عبدالغني برادر بیا په افغانستان کې د اسلامي نظام پر جوړښت ټینګار وکړ.
له پرانیست غونډې وروسته دواړو خواو د اړیکو یا تماس ډله جوړه کړه چې د مذاکراتو پر کاري تګلاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
که څه هم چې دواړه لوري په لومړیو کې خوښ بریښېدل او کله کله به یې په ګډه یو ډول اعلامیې هم خپرولې، خو ورو ورو طرزالعمل د دواړو خواوو ترمنځ په یو جنجال بدل شو.
دغو تا ویلو او ما ویلو شاوخوا کابو درې میاشتې وخت ونیوه او د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر په شلمه چې د ۱۳۹۹ کال کال د قوس په دوهمه اعلان کړه چې د طرزالعمل په جوړښت هوکړه شوې او د اجنډا پر سر خبرې پیلوي.
که څه هم چې دواړو لورو د ۲۲ مادیز طرزالعمل معلومات اعلان نه کړل، خو سرچینو ویلي چې د دوحې هوکړې سره هم مهاله د افغان وګړو، د سولې په تړاو د دواړو غاړو ژمنې او د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو غوښتنې د مذاکراتو د اساس په عنوان منل شوي دي.
وروسته دواړو غاړو اعلان کړه چې د مذاکراتو د اجنډا په اړه د لا زیاتو مشورو لپاره خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي چې پایله کې درې اونۍ خبرې وځنډېدې.
ټاکل شوې وه د مذاکراتو دوهم پړاو د جدي میاشت په شپاړسمه نېټه پیل شي، د دواړو غاړو ځیني غړي په ټاکلې موده دوحې ته ولاړل، خو د مذاکراتو دویم پړاو د څو ورځو په ځنډ سره پیل شو.
په دغه پړاو کې یوازې عادي او لومړنۍ ناستې او په ظاهري بڼه په سړه فضا کې تر سره شوې. په دوهم پړاو کې د مذکراتو د پڅ پر مخ تللو یو لامل هم په امریکا کې د نوې ادارې رامنځ ته کېدل وو چې واشنګټن له طالبانو سره د شوې هوکړې د بیا کتنې یا ارزونې یادونه وکړه هغه هوکړه چې د ټرمپ په دوره کې لاسلیک شوې وه.
له شاوخوا یوې میاشت ځند وروسته د حوت په څلورمه د دوشنبې په ماښام د دواړو ټیمونو غړو اعلان کړه چې مشرانو او غړو یې په ښه فضا کې ناسته وکړه او دواړو لورو د مذاکراتو پر دوام د ټینګار تر څنګ کاري ټیمونو ته دنده سپارلې چې د اجنډا پر جوړښت کار وکړي.
خو بیا هم دواړه لوري یو بل په مذاکراتو کې د کار پر ځنډ تورنوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي دوی له افغان خاورې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د نه کارونې تر څنګ تاوتریخوالی کم کړی په ځانکړي ډول په ښارونو او لویو پوځي مرکزونو یې بریدونه نه دي کړي چې په خبره دا خپله جوتوي چې پر کړو ژمنو ولاړ دي. هغه د پاتې بندیانو د نه خوشې کېدو او همدا راز د دغې ډلې د مشرانو د تور لیست نه د نوم پر نه لیرې کېدو نیوکه کوي.
خو له دې ټولو سره سره د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په بشپړ ډول د هوکړې پر عملې کېدو ټینګار کوي.
خو د افغان حکومت مذاکراتي ټیم بیا طالبان د دوحې له هوکړې په سرغړونه، د تاوتریخوالي په زیاتولو او له القاعده شبکې سره په اړیکو تورنوي.
د دغه هیات یوې غړی شریفې زرمتۍ بي بي سي ته وویل هیله منه ده چې د امریکا د نوې ادارې له لوري د دوحې د هوکړې بیا کتنې پر مهال دغه مسایل په پام کې ونیول شي.
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت هم اعلان کړه چې طالبانو د امریکا او طالبانو تر منځ پر شوې هوکړې عمل نه دی کړی. د ډونلد ټرمپ ځای ناستي جو بایډن هم څو ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.
خو هغه همدا راز ټینګار وکړ موږ به دې شعار ته ژمن پاتې شو چې هېڅکله به افغانستان دې ته پرې نه ږدو چې یو وار بیا د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې پر تروریستي فعالیت ځای بدل شي.
د امریکا دفاع وزیر هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه ونه وځي.
د ناټو دفاع وزیرانو هم د څو ورځو وړاندې ناسته کې وویل په افغانستان کې د دغه سازمان د ځواکونو د راتلونکي حضور په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د ټولو پام د واشنګټن له لوري د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې بیا کتنې ته دی خو داسې برېښي چې د دغې مسلې تر معلومېدو به مذاکراتو کې کوم پرمختګ ونه شي.
ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير