تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناټو: له افغانستان د ځواکونو وتل ښايي دغه هېواد بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي
د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ یوې جرمن ورځپاڼې ته مرکه کې ویلي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل ښايي دغه هېواد یو وار بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي.
د هغه په خبره، له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې باید له تدبیر کار واخيستل شي اوزياته کړې یې ده چې دا اسانه پرېکړه نه ده.
د ناټو د سرمنشي دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي، چې طالبانو د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې پر دې ټلواله غږ وکړ، چې افغانستان کې دې جګړې او د دوى په وينا اشغال ته دوام نه ورکوي، ځکه دا نه د دې هېوادونو او نه یې هم د ولسونو په ګټه ده.
طالبانو وړمه ورځ رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي و، چې افغانستان کې د روانې شخړې یوازینی حل د دوحې تړون په عملي کېدو کې دی.
طالبان په داسې حال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده ناټو هېوادونه دا اونۍ خپله مهمه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.
د روانې میاشتې لومړیو کې امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې- چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې- نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې تر لاسولو لپاره پکار ده چې تر راتلونکې مۍ میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
دا سپارښتنه تر هغه وروسته ده چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د خپل کار لومړیو ورځو کې وویل، د دغه هېواد او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ ۲۸ سولې تړون بیا کتل غواړي.
د جو بایډن حکومت کې مختلف چارواکي طالبان تورنوي چې له امریکا سره په دغه تړون کې پر کړو ژمنو پوره ولاړ نه دي، خو طالبان دا تورونه ردوي.
د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي وشلوي، تاوتریخوالی کم کړي، له افغان حکومت سره ماناداره خبرې وکړي.
په بدل کې امریکا هم ژمنه کړې چې د دغه هېواد او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي.
تر دې تړون وروسته افغانستان کې د امریکا ځواکونو شمېر نږدې لس زره کم شوی او اوس تر دوه نیم زرو پاتې دي.
که څه هم له دې تړون وروسته طالبانو پر بهرنیو ځواکونو کوم برید نه دی کړی، خو د افغان ځواکونو پرضد یې بریدونه روان دي او هغه هم په داسې مهال چې د دې ډلې او افغان حکومت د سولې خبرې روانې دي.
امریکا پر طالبانو دا تور هم لګوي چې له القاعده سره لا هم اړیکي لري، خو طالبان دا تور هم ردوي.
د ځانګړې ډلې په رپوټ کې هم راغلي چې په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.