تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان صالح ته: خوشي شوي بندیان خپلو کورونو کې دي
وسلوال طالبان د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دا څرګندونې ردوي چې د دوحې تړون له مخې له افغان بندونو د طالبانو خوشي شوي بندیان د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
د امریکا او طالبانو د دوحې سولې تړون له مخې- چې ۲۰۲۰ کال د فرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شو- افغان حکومت له پنځو زرو ډېر طالب بندیان خوشي کړل.
خو امرالله صالح د یکشنبې په ورځ خپل ټوېټر کې لیکلي: "د طالبانو دا ۸۵ سلنه خوشي شوي بندیان بیا جګړې ته ستانه شوي دي او د ولس پرضد تاوتریخوالی کوي. "
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي صالح د دې څرګندونو ځواب کې بي بي سي ته وویل، چې دا وسلوال خپلو کورنو کې دي او زدکړې کوي.
"موږ په کراتو دا خبره کړې چې بندیانو د اوږدې مودې زجر او تکلیف تېر کړی او هغوی بیا د دې جوګه نه دي چې سړی یې جګړې ته سوق کړي. "
د نوموړي په خبره، دا ډله ډېر وسلوال لري او دې ته اړتیا نه لري داسې کسان جګړې ته ولېږي "چې هم کورني مشکلات لري او هم رواني او روغتیايي ستونزو لري او روزنه یې هم نیمګړې پاتې ده. "
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې تر پنځو زرو ډېر او طالبانو هم تر زرو حکومتي بندیان خوشي کړل.
که څه هم د دې بندیانو د خوشي کولو لړۍ سسته وه، خو پایله کې یې د حکومت او طالبانو د سولې خبرې د تېر سپټمبر پر ۱۲ دوحه کې پیل شوې.
د دې خبرو له پیلېدو سره بیا هم افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او ښکېل لوري یې پړه پر یو بل اچوي.