تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل؛ د کانګرس رپوټ ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګونونه
افغان حکومت له راتلونکې مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره چمتو شوي ځانګړي رپوټ هرکلی کړی، خو طالبانو يې مخالفت کړی.
امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو سره وتړل شي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دې رپوټ ته په غبرګون کې نن پنجشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د رپوټ د سپارښتنو هرکلی کوي.
ښاغلي صالح همدا راز د افغانستان ملي تلویزیون سره خبرو کې ویلي، د دې رپوټ د چمتو کولو پر مهال پخپله له ده او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او همدا راز له شاوخوا شپېتو ډلو نظرونه غوښتل شوي وو.
امرالله صالح وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له ستونزو ډک دی، او دوی غواړي په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره سیمه ییز او نړیوال ضمانت موجود وي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هڅې کړې دي، خو که دوحه کې بین الافغاني خبرې ناکامېږي نو مسئولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د دې رپوټ هرکلی کړی او وایي، د رپوت سپارښتنې د افغان دولت دا دریځ تائیدوي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو، ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو او له سوله ییزې لارې د جګړې د ختمولو برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
رپوټ ته د طالبانو غبرګون
بله خوا طالبان وايي، د افغان کشالې یوازینۍ حل لار د امریکا او دې ډلې ترمنځ د تېر کال "د دوحې سولې تړون پلي کول دي او که هرڅوک دا تړون مات کړي، د راتلونکې هرې پېښې مسئولیت به یې په غاړه وي."
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د جو بایډن له حکومت غواړي چې پر دغه تړون ودرېږي. نوموړی وایي:
"دا تړون په ډېر تکلیف لاس ته راغلی، که څوک یې نقضوي، د جنګ دروند بار یې پر اوږو پرېوځي - مسئولیت او عاقبت به یې هم د دوی پر غاړه وي".
خو امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې- چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې- نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې تر لاسولو لپاره پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ څه وایي؟
په رپوټ کې راغلي چې په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
د تېرکال د فبرورۍ په وروستۍ نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې پریکړه شوې چې ټول بهرني سرتیري به د روان کال تر می میاشتې له افغانستانه وځي.
په مقابل کې دې ډلې هم ژمنه کړې چې پر امریکايي ځواکونو برید نه کوي، افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي.
دې ډلې چې د امریکا پخواني لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ او د کانګرس جمهوریپالې غړې کیلي ایوټ یې مشري کوي ویلې، طالبانو د دوحې هوکړې ژمنې نه دي عملي او له افغانستان د ځواکونو ویستلو لپاره شرایط برابر نه دي.
د افغانستان ارزونې ډلې په رپوټ کې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو چاره وځنډوي او په دې شرط دې ځواکونه و ایستل شي چې طالبان د دوحې تړون کې کړې ژمنې عملي کړي.
دې ډلې په ځانګړې توګه د پاکستان یادونه کړې چې وايي پر طالبانو اغیز لري، نو سیمه ییزو ښکیلو لوریو ته پکار ده چې له دې اغیز په ګټې اخیستو د افغان سولې بریالي کولو هڅه وکړي.
جنرال ډنفورډ څه سپارښتنې کړې؟
ښاغلي ډنفورډ د امریکا سولې انیسټیټیوټ یوه غونډه کې د دې کمېټې سپارښتنې وړاندې کړې.
دې سپارښتنو کې ټېنګار شوی چې نوې اداره باید سملاسي د ځواکونو د ویستلو مودې غځولو لپاره لاس پکار شي، ځکه له ترهګرۍ سره پر مبارزه سربېره د سولې لپاره د شرایطو برابرول د امریکايي ځواکونو لوی هدف دی.
ښاغلي ډنفورډ وویل: موږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې طالبانو د دوحې هوکړې شرایط نه دي پوره کړي:
"موږ درې برخې ارزولې، د تاوتریخوالي پراخ او واقعي کموالی، په سوله کې پرمختګ، د دې وړتیا او لېوالتیا ښودل چې القاعده او داعش د افغانستان له خاورې ګټه نه اخلي."
د ښاغلي ډنفورډ په خبره، د ډلې ارزونه دا ده چې د ځواکونو په وتلو سره د کورنۍ جګړې احتمال ډېر دی. هغه وویل د امریکايي ځواکونو وتل به ترهګرو ته دا چانس ورکړي چې بیا سره منظم شي.
د رپوټ چمتو کوونکې ډلې سپارښتنه کړې چې له سولې تړون وروسته دې نړیوالې مرستې همغږې شي. ځکه د کمیټې په وینا نړیواله ټولنه غواړي چې د یو لړ شرایطو له مخې له سولې وروسته افغان دولت سره مرستې وکړي، خو دا مرستې باید د ټولو په همغږۍ وشي.
افغانستان کې اوس ۲۵۰۰ امریکایي او د ناټو نږدې ۷ زره سرتیري میشت دي، تېره اونۍ د ناټو چارواکو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې له افغانستان د ځواکونو وتلو ته شرایط برابر نه دي او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
ایا طالبانو خپلې ژمنې پر ځای کړې؟
د دوحې هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، افغان حکومت سره به خبرې کوي او د القاعده او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړه به لاس اخلي.
خو د امریکا، ملګرو ملتونو او افغان دولت چارواکو ویلي طالبانو ژمنې نه دي عملي کړې او له افغان دولت سره په معنی داره سولې خبرو کې نه دي ښکیل.
خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوحې هوکړې ته ژمن دي.
دوی دا هم وايي، چې افغانستان کې القاعده نشته او خبرداری ور کوي چې که تر سږنۍ مې میاشتې بهرني ځواکونه له دغه هېواد ونه وځي، دوی به بیا پرې بریدونه پیل کړي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې که طالبان د بهرنیو ځواکونو ځنډېدل ونه مني، ښايي د سولې بهیر ختم شي.