هرات اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله "۱۷ تنه ټپيان او سلګونه ټانکر سوځېدلي"

د افغانستان لوېدیځ هرات ولايت چارواکي وايي په اسلام کلا ګمرګ کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۱۷ تنه ټپيان شوي او د تېلو سلګونو ټانکرونو اور اخیستی دی.

د هرات والي وحيد قتالي په يوه ويډيويي پيغام کې د دې اور لګېدنې له امله د "ستر مالي زيان" خبر ورکړی او له سوداګرو يې غوښتي چې د مال په ساتنه، د موټرو په ايستلو او د احتمالي ناوړه ګټه اخيستنې په مخنيوي کې همکاري وکړي.

په هرات کې د عامې روغتيا اداره وايی، تر دې مهاله ۱۷ تنه ټپيان په روغتيايي مرکزونو کې ثبت شوي دي، چې له دې جملي اووه تنه يې له درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي او پاتې لس تنه د هرات روغتون او د اسلام کلا روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګه اچونې ادارې مشر يونس قاضي زاده وايي، "د لومړيو شمېر له مخې نژدې ۵۰۰ ټانګرونه سوځېدلي دي او داسې اټکل کېږي چې له ۴۰ تر ۵۰ ميليونو ډالرو پورې زيان اوښتی دی".‌

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو او تصويرونو کې د اور سترې لمبې ښکاري او خلک د اور له ځايه په تېښته دي.

د اسلام کلا- دوغان ګمرک هم تړل شوی دی. د افغانستان د برېښنا شرکت په وينا د اورلګېدنې له امله له ايرانه هرات ته وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.

يادې ادارې د دو تنو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودلی دی.

په هرات کې د بي بي سي خبريال محمد قاضي زاده په وينا، يو شمېر ټپيان ځايي روغتونونو ته لېږل شوي دي خو تراوسه د ځاني مرګژوبلې په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د هرات ځايي چارواکو ويلي چې له ايرانه او ناټو يې داور وژلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په سيمه کې يو عيني شاهد اکبر خان شيرزاد وايي، د ګازو يوه ټانکر اور واخيسته او بيا ترې نورو تېلو ټانکرونو ته اور خپور شو.

د نوموړي په وينا اور ډېر زيان اړولی او کېدی شي شاوخوا درې څلور سوه ټانکرونه په کې سوځېدلې وي.